Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 59:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 زما د وژلو دپاره پټ ناست دى، او خطرناک دشمنان زما خلاف رايوځائ شوى دى، کۀ څۀ هم ما د دوئ خلاف هيڅ ګناه نۀ ده کړې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 59:3
18 Iomraidhean Croise  

او څوک چې د شرارت منصوبې په خپلو زړونو کښې جوړوى او هره ورځ جنګ توده‌وى.


د دُنيا بادشاهان راپورته شول او حاکمان د مالِک خُدائ خلاف او د هغۀ د مسيح په خلاف يو ځائ شول.


دشمنانو راته اېښى دى دامونه هغوئ ما قتلول غواړى، زما د تباهۍ منصوبې جوړوى څوک چې ما ته نقصان رسول غواړى، دوئ ټوله ورځ منصوبې جوړوى راسره دوکه کول غواړى.


ټول راټول شوى دى او پټ ناست دى، په هر قدم کښې راپسې دى او زما د مرګ خواهش کوى.


څوک چې ما نه نفرت کوى زما د سر وېښتو نه زيات دى. هغوئ بې‌سببه ما سره دشمنى کوى او چې ما ختمول غواړى ډېر دى. هغوئ رانه هغه څۀ واپس غواړى چې مې پټ کړى نۀ دى.


د بدعمله خلقو خبرې د وينو توېدلو په طمع وى، خو د صادقانو خبرې د هغوئ ژوند بچ کوى.


د بدکارانو غوندې مۀ جوړېږه څوک چې د صادقانو د کور خلاف په انتظار کښې ناست وى، او د هغوئ په کورونو حمله مۀ کوه.


مؤمنان د دُنيا نه ختم کړے شول، يو نېک هم پاتې نۀ شو. ټول انسانان په دې انتظار کښې دى چې وينه توئ کړى، هر يو خپل ورور په جال کښې راګېروى.


هم د هغوئ په شريعت کښې دا ليکلى دى چې، ”هغوئ ما نه بې‌سببه نفرت وکړو.“


نو تۀ د هغوئ خبره مۀ منه ځکه چې د هغوئ د څلوېښتو کسانو نه زيات سړى په هغۀ د حملې کولو دپاره ناست دى، هغوئ دا قَسم کړے دے چې ترڅو چې هغوئ پولوس مړ نۀ کړى، تر هغې به نۀ څۀ خورى او نۀ څۀ څښى. اوس هغوئ تيار دى خو ستا د حکم اِنتظار دے.“


بيا ساؤل خپل زوئ يونتن او خپلو ټولو درباريانو ته ووئيل چې ما د داؤد د قتلولو منصوبه جوړه کړې ده خو يونتن د داؤد نه ډېر خوشحاله وو،


وګوره زما پلاره، د خپلې چُوغې ټُکړه وګوره چې زما په لاس کښې ده. ما تۀ وژلے شوې، خو صِرف ما دا ټُکړه پرې کړه. په کار دى چې تۀ دا ومنې چې ما ستا خِلاف د بغاوت يا تا ته د نقصان رسولو خيال هم نۀ دے کړے. او تۀ ما د وژلو دپاره نيسې، اګر چې ما درسره هيڅ بد نۀ دى کړى.


بيا هغۀ داؤد ته وفرمائيل، ”تۀ په حقه يې او زۀ په ناحقه يم. تۀ ما سره ډېر ښۀ يې، اګر چې ما تا سره ډېر بد کړى دى.


او هغۀ دا هم وفرمائيل، ”زما نېک تر اوسه پورې په خپل خِدمت کوونکى پسې ولې ګرځى؟ ما څۀ کړى دى؟ ما کوم جرم کړے دے؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan