13 په خپل قهر سره دې دوئ تباه کړه، چې يو هم پاتې نۀ شى بلکل يې جارُو کړه. نو ټوله دُنيا په دې خبر کړه، چې خُدائ په بنى اِسرائيلو حکومت کوى.
نو زمونږ مالِکه خُدايه پاکه، مونږ د اسوريانو نه بچ کړه او اے مالِکه خُدايه، د دُنيا ټولو قومونو ته به پته ولګى چې صرف تۀ رښتونے خُدائ پاک يې.“
خولۀ يې دروغژنه، کنځل ماره، دوکه بازه ده، د هغۀ ژبه غوڅونکې، تباه کوونکې ده.
خو ګناهګاران دې د زمکې نه فنا شى او بدعمله دې نور پاتې نۀ شى. د مالِک خُدائ ثناء ووايه اے زما روحه. د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه.
د هغۀ د لعنت کولو سره مينه وه خو دا دې په هم دۀ راواپس شى، د هغۀ برکت ورکول نۀ خوښېدل نو برکت دې هغۀ نه لرې شى.
خو تۀ دوئ مۀ وژنه، اے مالِکه زمونږ ډاله، ځکه چې زما قوم به دا سبق هېر کړى. په خپل طاقت دې دوئ تس نس کړه او تۀ دوئ ښکته راګزار کړه،
او ټول انسانان به وۀ يريږى. دوئ به د خُدائ پاک د شان کارونه بيان کړى، او د هغۀ په کارونو به فکر کوى.
ختم کړه ظلمونه د ظالم ختم کړه، آباد کړه صادقان صادقه خُدايه، د زړۀ منصوبې او فکرونه تۀ معلوموې.
تۀ هغوئ په دې پوهه کړه چې هغه هم تۀ يې د چا نوم چې مالِک خُدائ دے، او هم دا تۀ يواځې په ټوله زمکه د ټولو نه اوچت خُدائ تعالىٰ يې.
بد کاره سړے په خپلو خبرو کښې راګېر شى، خو صادق انسان د مصيبت نه بچ کيږى.
ځکه چې ستاسو خالِق به ستاسو خاوند وى، د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات ستاسو خلاصونکے دے، هغه د ټولې دُنيا خُدائ پاک دے.
او بيا به زۀ خپله لوئى او پاکوالے ښکاره کړم، او زۀ به خپل ځان د ډېرو قومونو په وړاندې ښکاره کړم. بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
زۀ به خپل مقدس نوم د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې څرګند کړم. زۀ به نور خپل مقدس نوم بېحرمتۍ ته پرې نۀ ږدم، او قومونه به پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو کښې مقدس ذات يم.
تۀ به د خلقو نه يوې خوا ته وشړلے شې او د ځنګلى ځناورو سره به ژوند کوې، تۀ به لکه د څاروو په شان ګياه خورې او د آسمان په پرخه به تر کولے شې. نو بيا به اووۀ کالونه تير شى ترڅو چې تۀ په دې باندې پوهه شې چې صرف خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهت اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى.
مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر وو او څلوېښت کاله يې په بيابان کښې سرګردانه کړى وُو تر دې پورې چې هغه ټول نسل مړ شو چا چې مالِک خُدائ نارضا کړے وو.