8 هغوئ دې لکه د ګوجى په شان په خپله ويلى شى، لکه څنګه چې مړ ماشوم رڼا ليدلې نۀ وى دوئ دې داسې شى.
ښۀ به دا وے چې د سره پېدا شوے نۀ وے او د مور د خېټې نه سيدها قبر ته تلے وے.
يا زۀ د مړ پېدا شوى ماشوم په شان ولې ښخ نۀ شوم، د هغه ماشوم په شان چې رڼا يې هيڅکله نۀ وى ليدلې؟
کۀ د يو سړى سل بچى وى او تر بوډاتوبه پورې ژوندے وى، خو کۀ په ژوند کښې څۀ خوشحالى ونۀ وينى او په عزت سره دفن نۀ شى نو زۀ خو به دا وايم چې د دۀ نه خو هغه ماشوم ښۀ دے چې مړ پېدا شوے وى.
زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.
خو مالدار دې په خپل عاجز حالت فخر وکړى، ځکه چې مالداره به لکه د ځنګلى ګل په شان اوچ شى.