4 دوئ لکه د مار په شان زهريله خبرې کوى، دوئ لکه د کُوڼ کوبرا په شان غوږونه په ځان راړولى دى،
ښځې جواب ورکړو، ”مونږ ته په باغ کښې د هرې ونې نه د مېوې خوړلو اجازت شته،
د قربانۍ په خوشبو مالِک خُدائ رضا شو او خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”د بنى آدم د عمل په وجه به بيا زۀ هيڅکله زمکه نۀ لعنتى کوم، ما ته پته ده چې د ماشوموالى نه د دوئ خيالونه خراب وى. بيا به ټول مخلوق تباه نۀ کړم، لکه چې دا ځل مې تباه کړى دى.
خو ناګهانه د هغوئ خوراک په خېټه کښې تريخ شى، او د دې نه دننه زهر جوړ شى.
هغوئ به د مارانو زهر وخورى، او زهرژن مار به هغوئ ووژنى.
دوئ خپلې ژبې لکه د ښامار په شان تېروى، او د چمچمار زهر يې په شونډو پراتۀ وى.
تۀ زما ګناه ووينځه نو زۀ به صفا شم، تۀ مې ووينځه نو زۀ به هم د واورې نه زيات سپين شم.
کۀ د دم نه مخکښې مار پاړو وچيچى نو بيا د پاړوتوب څۀ فائده نشته.
د پيو ماشوم به د مار سوړې سره لوبې کوى او لږ لوئ ماشوم به د زهرژن مار سوړه کښې لاس اچوى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به ستاسو خلاف زهريله ماران درولېږم چې هيڅ قسم منتر به په هغې اثر نۀ کوى او هغه به تاسو وچيچى.“
اے مارانو او د مارانو بچو، تاسو به د دوزخ د سزا نه څنګه خلاص شئ؟
خو کله چې يحيىٰ وليدل چې ډېر فريسيان او صدوقيان د بپتسمې دپاره راځى نو ورته يې وفرمائيل، ”اے د مارانو بچو، تاسو ته چا دا خبردارے درکړو چې د راتلونکى غضب نه وتښتئ؟
د هغوئ مرۍ د پرانستى قبرونو په شان دى، هغوئ د خپلو ژبو سره دوکې ورکوى، د هغوئ د شونډو لاندې د مارانو زهر پراتۀ دى.
د داسې ميو په شان چې د مارانو د زهرو نه جوړ وى.
خو څوک هم ژبه په قابو کښې نۀ شى راوستلے. دا يوه نا آرامه بلا ده او د وژونکى زهر نه ډکه ده.