3 د پېدا کېدو نه وړاندې شريران خو بېلارې دى، او د مور نه دروغژن پېدا شوى دى.
بنى آدم څۀ وى، چې هغه صفا شى؟ او چې د ښځې نه پېدا شى، نو هغه صادق کېدے شى؟
د پېدايښت نه ستا لاسونو ته وسپارلے شوم، تۀ زما خُدائ يې د کوم وخت نه چې پېدا شوم.
ګوره، زۀ د ازل نه بدعمله يم، د مور د ګېډې نه زۀ بلکل ګناه ګار يم.
د حمله کوونکو خلاف يې شپه او ورځ د دېوالونو نه ګشت کيږى، خو حقيقى خطره هغه بدعملى ده کومه چې په ښار کښې دننه کيږى.
د ماشومانو زړۀ د کم عقلتوب نه ډک وى، خو د وهلو چوکه د هغوئ نه دا عادت وکاږى.
”اے د يعقوب اولاده، ما ته غوږ ونيسئ، اے په بنى اِسرائيلو کښې زما باقى پاتې شوو ټولو خلقو. د مور د خېټې نه ما ستاسو پالنه کړې ده، چې کله تاسو پېدا شوى يئ نو د هغې وخت نه زۀ په تاسو پام کوم.
ما ته پته وه چې تاسو ناقابلِ اعتماد يئ، ځکه چې تاسو د وړوکوالى نه په باغيانو مشهور وئ. او هم دا وجه ده چې تاسو هيڅکله د دې په حقله نۀ دى اورېدلى، او دا ځکه د دې يوه خبره هم ستاسو غوږونو ته نۀ ده رارسېدلې.
افسوس په هغوئ باندې څوک چې د بېاِنصافۍ منصوبې جوړوى، په هغوئ چې په خپلو کټونو کښې د بدو منصوبو خوبونه ګورى. د سحر په رڼا کښې هغوئ دا پوره کوى ځکه چې د دې کول د دوئ په اختيار کښې دى.
يو وخت مونږ هم دغه شان د خپل وجود د خواهشونو په مطابق ژوند تېرولو او د ګناه د فطرت مرضى مو پوره کوله، او مونږ هم لکه د نورو په شان په فطرى توګه د خُدائ پاک د غضب د لاندې وُو.