9 اے مالِکه خُدايه، زۀ به ستا شکريه په ټولو خلقو کښې ادا کړم، زۀ به ټولو قومونو کښې ستا صِفت بيان کړم.
زۀ به د زړۀ د اخلاصه، ستا ثناء صِفت وکړم، اے مالِکه خُدايه، او د نورو معبودانو په وړاندې به زۀ ستا د شُکر ګزارۍ سندرې ووايم.
ځکه مالِک خُدايه زۀ به ستا ثناء صِفت کوم، ستا د نوم به په قومونو کښې ثناء صِفت کوم.
قومونه ولې په قهر شول او اُمتونه ولې بېفائدې سازشونه کوى؟
زۀ به د خُدائ پاک قربانګاه ته ورشم، هغه خُدائ د چا نه چې ډېر خوشحال شم، زۀ به د رباب په نغمو کښې ستا ثناء صِفت وکړم، اے خُدايه، زما پاکه خُدايه.
په قومونو کښې د هغۀ د جلال اعلان وکړه، د دُنيا په ټولو خلقو کښې د هغۀ د حېرانونکى کارونو غږ وکړئ.
او د دې دپاره چې غېريهوديان هم د رحم په سبب د خُدائ پاک ثنا ووائى لکه څنګه چې ليکلى دى چې، ”هم په دې وجه به زۀ په غېريهوديانو کښې ستا اِقرار کومه او ستا د نوم سرودونه به وايم.“
پاڅه، پاڅه. دبورې، پاڅه او يوه سندره ووايه، د ابىنوعم زويه برقه، پاڅه، خپل قېديان روان کړه.