7 زما زړۀ مطمئن دے زړۀ مې په تا مطمئن دے پاکه خُدايه، زۀ به هر وخت په سرود کښې ستا ثناء صِفت کوم.
هغه به د بد خبر نه نۀ يريږى، د هغۀ زړۀ قائم دے او په مالِک خُدائ باندې پوره توکل کوى.
بدکارانو ما ته دام خور کړے دے خو بيا هم زۀ ستا د تعليماتو نه بېلارې نۀ شومه
ما مالِک خُدائ ته ووئيل، تۀ زما خُدائ پاک يې. اے مالِکه خُدايه، د رحم دپاره زما سوال زارى واوره.
ما د هغه لټ نه وساته کوم چې دوئ زما دپاره اېښے دے، ما د هغه دامونو نه وساته چې بدعملو زما دپاره خوارۀ کړى دى.
نو هغه ما ته جواب راکوى کله چې زۀ د مالِک خُدائ نه سوال کوم، زۀ يې د خپلې هرې يرې نه خلاص کړم.
بېسببه هغوئ ما ته اېښودى دى دامونه بېسببه يې زما د نيولو دپاره کوهے کنستے دے،
کوم مصيبت چې جوړوى هغوئ به خپله په کښې ګېر شى، هغه ظلمونه د هغوئ په خپل سر انبار شى.
د نمرخاتۀ په طرف مُلکونو کښې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوئ. کوم خلق چې د سمندر په غاړه اوسيږى نو هغوئ دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.
نۀ صرف دا بلکې مونږ په خپلو تکليفونو هم خوشحالى کوُو، ځکه چې مونږ ته دا معلومه ده چې تکليفونه د برداشت طاقت پېدا کوى،
او د هر څۀ دپاره همېشه خُدائ پلار ته د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم شُکر ګزارى کوئ.