Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 57:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 زما دشمنانو ما ته دامونه خوارۀ کړى دى، زۀ د خپلې پرېشانۍ په وجه ستړے شوے يم. زما په لار کښې دوئ کنده جوړه کړې ده. خو په خپله هم دوئ په کښې غورزېدلى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 57:6
18 Iomraidhean Croise  

هلته د ټولې غونډې په مخکښې داؤد د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زمونږ د پلار نيکۀ يعقوب مالِک خُدائ، خُدائ پاکه، ستا ثناء صِفت دې د همېشه دپاره وى.


تۀ لوئ او طاقتور، د شان او شوکت والا او عزتمند يې. په زمکه او آسمان کښې هر څۀ ستا دى او اے مالِک خُدايه، تۀ په هر څۀ باندې عظيم بادشاه او حکمران يې.


مونږ دې په خپل ښى لاس سره بچ کړه او زمونږ مدد وکړه، او د چا سره چې تۀ مينه کوې هغوئ بچ کړه.


کبرژنو سړو ما ته پټ دامونه اېښى دى، او دوئ خپل جالونه خوارۀ کړى دى. او زما په لارو کښې يې دامونه اېښى دى.


کله چې زما روح په ما کښې کمزورے شى، نو دا تۀ يې چې زما په لارو پوهېږې. په کومو لارو چې زۀ روان يم نو په هغه لارو کښې يې ما دپاره دام پټ لګولے دے.


نو ځکه روح مې په بدن کښې کمزورے کيږى، نو دغه شان د يرې نه زما زړۀ په ما کښې ودريږى.


مالِک خُدائ هغوئ ټول اوچتوى څوک چې را‎پرېوځى، او هغه ټول راکونټى شوى راوچته وى.


زړۀ مې پرېشانه دے نو ځکه زۀ تا يادوم، د اُردن لرى مُلک او د حرمون او د مِضار د اوچت غرونو نه زۀ تا يادوم.


تا تى رودونکو او لويو ماشومانو ته خپل ثناء صِفت ښودلے دے خپل مخالفين او دشمنان دې په دې چپ کړى دى.


څوک چې يو نېک انسان بدکارۍ ته رهنمائى کوى نو په خپل لټ کښې به راګېر شى، خو ايمانداره انسان ته به ښۀ ميراث مِلاو شى.


څوک چې د خپل ګاونډى خوشامندى کوى، نو دے د هغۀ د پښو دپاره دام خوروى.


مؤمنان د دُنيا نه ختم کړے شول، يو نېک هم پاتې نۀ شو. ټول انسانان په دې انتظار کښې دى چې وينه توئ کړى، هر يو خپل ورور په جال کښې راګېروى.


خو زما دې په خپل ذات او جلال قسم وى د کوم جلال نه چې ټوله زمکه ډکه ده،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan