3 هغه به زما د خلاصون دپاره د آسمان نه مدد راولېږى، او څوک چې ما ګېرول غواړى هغوئ به شرمنده کړى. خُدائ پاک دې ما ته خپله ابدى مينه او وفادارى وښائى.
زما په خاندان کښې هر يو کس ته پته ده، چې زما کور ته څوک هم راغلى دى نو د هغوئ ښۀ مېلمستيا شوې ده.
مالِک خُدائ به زما دپاره خپل مقصد پوره کړى، ستا مينه، اے مالِکه خُدايه، د تل دپاره پاتې کيږى، د خپلو لاسونو کارونه مۀ پرېږده.
مالِکه خُدايه، خپله مهربانى به په ما نۀ بندوې، ستا وفادارى او ابدى مينه به همېشه ما بچ کوى.
خپل نُور او خپل حقيقت دې نازل کړه، چې ما ته لارښودنه وکړى، او ما دې هغه مقدس غر ته بوځى کوم ځائ چې تۀ اوسېږې.
هغه دې د خُدائ پاک په حضور کښې د تل دپاره بادشاهى وکړى، هغۀ ته خپله مينه او وفا وروښايه چې دے حفاظت وکړى.
اے مالِکه خُدايه، تۀ به مونږ له امن راکوې، ځکه چې زمونږ ټولې کاميابۍ ستا د لاسه دى.
د بنى اِسرائيلو قوم د يو تکړه ازمرى په شان دے، چې د شلولو او خرابولو نه مخکښې په آرام نۀ کښېنى، چې ترڅو يې د ښکار کړے شوى څيز وينه نۀ وى څښلې.“
ځکه چې شريعت د موسىٰ په وسيله ورکړے شو خو فضل او حقيقت د عيسىٰ مسيح په وسيله راغلل.
بيا پطروس په خود کښې راغلو او هغۀ خپل ځان سره ووئيل چې، ”اوس زما پوره يقين دے چې مالِک خُدائ خپله فرښته ما ته رالېږلې ده او ما ته يې د هيروديس او د يهوديانو د ټولو بدو منصوبو نه نجات راکړو.“