9 دشمنان به مې وتښتى چې په کومه ورځ تا ته آواز وکړم، خُدائ زما ملګرے دے زۀ په دې باندې پوهېږم.
”د مالِک خُدائ د خلقو بادشاه حزقياه له واپس لاړ شه او هغۀ ته ووايه، ما يعنې مالِک خُدائ، ستا د پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک ستا دُعا اورېدلې ده او ستا اوښکې مې ليدلې دى. زۀ به تا روغ کړم او په درې ورځو کښې به د مالِک خُدائ کور ته لاړ شې.
خپل مخ دې رانه مۀ اړوه کله چې په سخته کښې يم. ما ته غوږ شه کله چې تا نه سوال وکړم او زر مې قبلوه سوالونه.
مالِک خُدائ زما مل دے زۀ به نۀ يرېږم، انسان زما څۀ کولے شى.
چې کله ما ختمول غواړى بدکاران او حمله راباندې وکړى زما دشمنان، تيندک به وخورى او راګزار به شى زما دشمنان.
ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.
ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے،
زما دشمنان چې کله وتښتېدل، هغوئ تيندکونه وخوړل او ستا په وړاندې تباه شول.
د مدد دپاره ما ته ووايه او زۀ به جواب درکړم او زۀ به تا ته هغه لوئ او پټ رازونه او خبرې څرګندې کړم چې تۀ پرې نۀ پوهېږې.
د دې نه وروستو، بيا کوم کسان چې د مالِک خُدائ نه يرېدل يو بل سره يې خبرې وکړې، او مالِک خُدائ ورته غوږ شو او هغه يې واورېدلې. د هغۀ په حضور کښې يو يادګارى طومار ليکلے شوے وو د هغوئ د نومونو په حقله څوک چې د مالِک خُدائ نه يرېدل او د هغۀ د نوم عزت يې کولو.
کله چې عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ هغه يم،“ نو هغوئ وروستو شول او په زمکه پرېوتل.
نو بيا مونږ د دې خبرو په حق کښې څۀ وئيلے شُو؟ کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟