3 خو کله چې زۀ وويرېږم، نو زۀ به په تا باندې توکل وکړم.
يهوسفط ويرېدو او د مالِک خُدائ د مرضۍ معلومولو دپاره يې دُعا وغوښته او په يهوداه کښې يې ټولو خلقو ته د روژې د نيولو اعلان وکړو.
زۀ د مالِک خُدائ په پناه کښې يم. تۀ ولې راته وائې، ”لکه د مارغۀ چې غر ته والوځم،
نو هغه ما ته جواب راکوى کله چې زۀ د مالِک خُدائ نه سوال کوم، زۀ يې د خپلې هرې يرې نه خلاص کړم.
نو داؤد هلته نه لاړو او د ساؤل نه وتښتېدو او د جات بادشاه اکيس له لاړو.
د هغوئ خبرو په داؤد باندې ډېر زيات اثر وکړو او هغه د جات اکيس بادشاه نه ډېر زيات ويرېدو.
داؤد اوس په سخته خطره کښې وو، ځکه چې د هغۀ ټول سړى د خپلو بچو په وجه سخت غصه وُو او هغوئ هغه سنګسارول غوښتل، خو مالِک خُدائ د داؤد خُدائ پاک د هغۀ ايمان مضبوط کړو.