10 کومه وعده چې خُدائ پاک ما سره کړې ده په هغې زۀ د خُدائ ثناء صِفت کوم. او کومه وعده چې مالِک خُدائ کړې ده په هغې زۀ د خُدائ شُکر ګزار يم.
زۀ تا ته سوال کوم چې ما د خپل ورور عِيسو نه بچ کړه. زۀ يرېږم هسې نه چې هغه په مونږ حمله وکړى نو مونږ به سره د ښځو او ماشومانو ټول تباه کړى.
نو کله چې هغوئ يهوسفط بادشاه وليدو، نو د هغوئ ټولو خيال دا وو چې ګنې هغه د اِسرائيل بادشاه وو او هغوئ په هغۀ باندې د حملې کولو دپاره ورغلل. خو يهوسفط يوه چغه ووهله او مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغه بچ کړو او د هغۀ نه يې حمله بل خوا کړه.
مالِک خُدائ زما مل دے زۀ به نۀ يرېږم، انسان زما څۀ کولے شى.
کۀ چرته مالِک خُدائ زمونږ مل نۀ وے، نو بنى اِسرائيل دې داسې وائى
کۀ چرته مالِک خُدائ زمونږ مل نۀ وے، کله چې خلقو په مونږ حمله وکړه،
کومه وعده چې هغۀ کړې ده، زۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت کوم. نو زۀ نۀ يرېږم ځکه چې په خُدائ باندې توکل کوم. نو فانى انسان به ما سره څۀ وکړى؟
د خپل مقدس ځائ نه خُدائ داسې وفرمائيل، ”د فتحې په خوشحالۍ کښې به زۀ شِکم تقسيم کړم، او د سُکات د درې ناپ تول به وکړم.
زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.
نو د دې دواړو نۀ بدلېدونکو خبرو په وجه دا ناممکنه ده چې خُدائ پاک غلط ثابت شى، او مونږ چا چې په هغۀ کښې پناه اخستې ده نو مونږ دې په ډېره زړۀ ورتيا سره هغه اُميد راټينګ کړُو چې زمونږ په وړاندې دے.
او هم د دې په وسيله هغۀ مونږ سره خپلې قيمتى او ډيرې لوئې وعدې وکړې، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ په الاهى فطرت کښې شريک شئ نو چې تاسو د هغه خرابو کارونو نه بچ شئ کوم چې د دې دُنيا په وجه پېدا کيږى.