Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 55:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 زۀ به په هوا کښې الوتلے د دې ځايه وے، زۀ به په صحرا کښې اوسېدلے وے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 55:7
7 Iomraidhean Croise  

نو داؤد خپلو ټولو آفسرانو ته وفرمائيل چې کوم د هغۀ سره په يروشلم کښې وُو، ”کۀ مونږ د ابى‌سلوم نه تښتېدل غواړُو نو چې سمدستى وتښتُو. زر شئ. ګنې هغه به زر دلته راشى، مونږ له به شکست راکړى او په ښار کښې به هر يو کس ووژنى.“


نو يرمياه د دې دپاره د يروشلم د ښار نه د بنيامين قبائيلى علاقې ته په سفر روان شو ترڅو چې هلته کښې د خپلو خپلوانو نه زمکه کښې خپله برخه جائيداد جدا کړى.


”کاش چې زما سر د اوبو چينه وے، او زما سترګې د اوښکو چينې وے، ترڅو چې ما شپه او ورځ د خپلو خلقو په قتلولو ژړا انګولا کولے.


کاش چې په صحرا کښې زما يو سرائى وے، چرته چې ما خپل خلق پرېښودى وے او هلته د دوئ نه لرې اوسېدلم. ځکه چې دوئ ټول د خُدائ پاک سره بې‌وفائى کوى، او د بې‌ايمانانو يوه ډله ده.“


خو داؤد د خپل ځان سره وفرمائيل، ”په نن سبا کښې به ما ساؤل ووژنى. زما دپاره ښۀ خبره دا ده چې د فلستى علاقې ته وتښتم. نو ساؤل به د بنى اِسرائيل په مُلک کښې زما لټول پرېږدى او زۀ به بچ شم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan