5 يرې يم نيولے په لړزان يم، زۀ يرې او رپېدلو راخستے يم.
نو داؤد خپلو ټولو آفسرانو ته وفرمائيل چې کوم د هغۀ سره په يروشلم کښې وُو، ”کۀ مونږ د ابىسلوم نه تښتېدل غواړُو نو چې سمدستى وتښتُو. زر شئ. ګنې هغه به زر دلته راشى، مونږ له به شکست راکړى او په ښار کښې به هر يو کس ووژنى.“
کله چې زۀ په دې سوچ وکړم نو خفه شم، او زما په بدن لړزان راشى.
ځکه چې زۀ د قادر خُدائ په غشو باندې لګېدلے يم، د دې زهر زما په بدن کښې خوريږى، د خُدائ پاک افتونه په ما باندې راروان دى.
ستا د يرې نه زما بدن رپى او زۀ ستا د عدالت نه يرېږمه
په سختۍ کښې خپل مالِک ته کړمه آوازونه، د مدد دپاره ما خپل خُدائ ته وکړل آوازونه. د خپل مقدس ځايه هغۀ واورېدل زما آوازونه، د هغۀ تر غوږو ورسېدل زما فريادونه.
زړۀ مې پرېشانه دے نو ځکه زۀ تا يادوم، د اُردن لرى مُلک او د حرمون او د مِضار د اوچت غرونو نه زۀ تا يادوم.
د دُنيا د آخر نه تا ته نعرې وهم، کله چې زړۀ زما بېحاله شى. اوچت ګټ ته مې بوځه او ما ته هلته پناه راکړه.
زما زړۀ درزيږى او رپېږم. اول به ماښام په ما ډېر ښۀ لګېدو خو اوس د تيارې نه زۀ يرېږم.
هغوئ به د ټاټ جامې واغوندى او ټول به يرې اخستى وى. د هغوئ په مخونو به شرم راخور وى او سرونه به يې خرئيلې وى.
او په سخته پرېشانۍ کښې يې لا نوره هم په جوش سره دُعا وکړه او د هغۀ خوله لکه د وينو د څاڅکو په شان په زمکه څڅېدله.