4 په سينه کښې د يرې نه درزيږى زړۀ زما، او د مرګ يرې زۀ راګېر کړے يم.
سِمعى کنځلې کولې او وې ووئيل، ”اوځه، اوځه. قاتِله، مجرمه.
د مرګ پړو راګېر کړے يم، د قبر سخته په ما راغلې ده، زۀ په خپل خفګان او تکليفونو کښې ډوب شوم.
د دشمن پېغور هډوکى مات کړل ما له هر وخت راته لګيا وى دشمنان زما چې، ”ووايه اوس چرته دے خُدائ پاک ستا؟“
په زړۀ يمه بيمار دا به تر کومې وى اے مالِکه خُدايه دا به تر کومې وى؟
ډېرې بېعزتۍ مې زړۀ مات کړے دے نااُميده يم، څوک نۀ وُو چې په ما يې رحم کړے وے، يو هم نۀ وو، څوک نۀ وُو چې ما له يې تسلى راکړے وے، يو هم نۀ وو.
زما ځان د تکليفونو نه ډک دے، زما ژوند مرګ ته نزدې شوے دے.
اوس زما زړۀ پرېشانه دے او زۀ څۀ ووايم؟ چې اے پلاره، ما د دې وخت نه بچ کړه؟ خو، هم دا وجه ده چې زۀ دې وخت له راغلے يم.
کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.