3 زما دشمنان ما يره وى، او ښکاره دهمکيانې راکوى، او په خپل قهر کښې دوئ زما نه نفرت کوى.
نو ابىسلوم به ووئيل، ”ګوره، ستا دعوىٰ په حقه ده، خو د بادشاه يو داسې سړے نشته چې ستا مسئله واورى.“
او وې وئيل، ”بادشاه سلامت، زما هغه غلطى معاف کړه چې په کومه ورځ تۀ د يروشلم نه تلې او ما کړې وه. او هغه د زړۀ نه وباسه.
فرمائى مالِک خُدائ، ”زياتے مې وليدلو چې وشو په حاجتمندانو فرياد او زبيرګى ما واورېدل چې وکړل غريبانانو، نو زۀ به ورشم چې هغوئ بچ کړم، څنګه چې هغوئ زما د مدد لرى ارمان.“
د بدعملو خلقو نه ما وساته چې په ما کوى حملې، ما وساته د بېرحمه دشمنانو نه چې يې واچولې ګېرې.
ما د دشمنانو لاسونو ته مۀ پرېږده، ځکه چې دوئ په ما هغه تهمت لګوى کوم چې ما کړے نۀ وى، هره لحظه او شېبه کښې د شرارت دهمکى راکوى.
بېرحمه ګواهانو په دروغو وکړه ګواهى په ما، چې بلکل ترې خبر نۀ يم هغه اِلزامونه يې ولګول په ما.
پردى خلق په ما حملې کوى او ظالمان زما د مرګ کوشش کوى، او هغوئ د خُدائ پاک پرواه نۀ کوى.
دوئ وائى، ”خُدائ پاک ترې نه لاس اخستے دے نو ورپسې شئ او راټينګ يې کړئ. هيڅ څوک نشته چې هغۀ له خلاصون ورکړى.“
د خلقو بېعزتى کوى او د نفرت او حسد نه ډکې خبرې کوى، په کبرژنه لهجه په خپله ژبه سره د ظلم او زياتې خبرې کوى.
مشرانو اِمامانو او ټولې جرګې دا کوشش وکړو چې د عيسىٰ په خلاف داسې څۀ ګواهى پېدا کړى چې د مرګ حُکم پرې وکړى.