23 خو، اے پاکه خُدايه، تۀ په خپله د تباهۍ په کنده کښې وغورزوې شريران، په ځوانۍ کښې به مړۀ شى دوکه ماران او قاتلان. خو زۀ به لرم په تا باندې ايمان.
کله چې ابنير حبرون ته ورسېدو، نو يوآب هغه د دروازې سره يو طرف ته بوتلو، داسې معلومېده لکه چې يوآب د هغۀ سره څۀ پټه خبره کوى او هلته يې هغه په خېټه باندې ووهلو. نو داسې ابنير ووژلے شو ځکه چې هغۀ د يوآب ورور عساهيل وژلے وو.
د ونو په شان، چې کله دا ښې شنې وى نو ووهلے شى، او د دې څانګې بيا هيڅکله شنې نۀ شى.
په يقين سره هغه به ونۀ خوځولے شى، صادق سړے به تل يادولے شى.
ستا پښې به هغه ښوئېدو ته نۀ پرېږدى، هغه څوک چې ستا حِفاظت کوى هغۀ له خوب نۀ ورځى.
اے زما پاکه خُدايه، زۀ توکل کوم په تا. ما شرمنده کېدو نه بچ کړه، مۀ پرېږده چې دشمنان کامياب شى په ما.
تۀ هغه تباه کوې، څوک چې دروغژن وى، مالِک خُدائ دوکه بازو او خونکارو نه کرکه کوى.
خُدائ به ډېر زر ورله واړۀ زاړۀ ټول ختم کړى، لکه د ازغو اور چې د لوښى د ګرمېدو نه وړاندې ختم شى.
د هغۀ په لاس کښې زمونږ ژوندون دے زمونږ پښې يې د تيندک خوړلو نه ساتلى دى.
تا بېشکه چې هغوئ په ښوئېدونکې زمکه ودرولى دى، هغوئ تا د بربادۍ کندې ته ښکته غورزولى دى.
د مالِک خُدائ يره عمر اوږدوى، خو د شرير عمر به لنډ وى.
دا چې عالمِ ارواح او دوزخ دواړه مالِک خُدائ ته ښکارى، نو د انسان زړۀ به ورته څومره زيات څرګند وى؟
لکه څنګه چې په مرګ او تباهى دُنيا نۀ مړيږى، هم دغه شان د انسان سترګې کله هم نۀ مړيږى.
خو دې سره د ځان نه ډېر بدعمله يا کم عقل هم مۀ جوړوه، نو په داسې کولو سره ولې خپل ځان د وخت نه مخکښې په چا وژنې؟
يقيناً چې دا سختى زما دپاره ښۀ وه. ځکه چې تا زۀ د مرګ نه بچ کړم او زما ټول ګناهونه دې شاته وغورزول.