12 کۀ چرې دشمن کوله بېعزتى زما، نو دا به برداشت کړے وے ما، کۀ دشمن چرې پخپله راپاڅېدلے وے په خلاف زما، نو خپل ځان د هغوئ نه به پټ کړے وے ما.
څوک چې زما په تکليفونو خوشحاليږى هغوئ دې خوار شى او ودې شرميږى، څوک چې خپل ځان زما دپاسه کوى په بېشرمۍ او په بېعزتۍ کښې دې پټ شى.
زۀ تا ته کوم سوال دوئ ما پورې خندا ته مۀ پرېږده کله چې زۀ پرېوځم هغوئ مۀ خوشحالوه.
تر دې چې زما نزدې دوست په چا باندې چې ما پوره يقين کولو، نو هغه چا چې روټۍ به يې ما سره خوړه هغه هم زما خلاف شولو،
خو مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې يو تبر دا دعوىٰ کولے شى چې دا د هغه سړى نه تکړه دے چې څوک دا تبر استعمالوى؟ ولې يو آرا دا دعوىٰ کولے شى چې دا د هغه سړى نه تکړه ده چې څوک دا استعمالوى؟ يوه چُوکه سړے نۀ راپورته کوى بلکې سړے چُوکه راپورته کوى.“
زۀ ستاسو ټولو په حقله نۀ وايم، څوک چې ما غوره کړى دى هغوئ زۀ پېژنم. خو چې د صحيفې دا خبره پوره شى چې، ”نو هغه چا چې روټۍ به يې ما سره خوړه هم هغه زما خلاف شولو.“