11 تباهى يې د ښار په مينځ کښې ده، ډکې دى کوڅې د ظلم او دوکې نه.
خولۀ يې دروغژنه، کنځل ماره، دوکه بازه ده، د هغۀ ژبه غوڅونکې، تباه کوونکې ده.
په خولۀ يې اعتبار نۀ وى زړونه يې د تباهۍ نه ډک دى. او په ژبه دروغ وائى او مرۍ يې کولاو قبر دے.
بدعملۍ له هغوئ په منډه ځى، او د بېګناه وينې تويولو دپاره تېزى کوى. د هغوئ خيالونه د ګناه دى، او هر چرته چې ځى نو تباهى او بربادى کوى.
او هلته هغوئ دا سازش کولو چې عيسىٰ په پټه ونيسو او مړ يې کړُو.