10 د حمله کوونکو خلاف يې شپه او ورځ د دېوالونو نه ګشت کيږى، خو حقيقى خطره هغه بدعملى ده کومه چې په ښار کښې دننه کيږى.
کله چې داؤد خبر شو چې اخىتُفل په بغاوت کښې د ابىسلوم سره ملګرے شوے دے نو هغۀ داسې دُعا وکړه، ”مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې د اخىتُفل مشوره په کم عقلتوب بدله کړه.“
د پېدا کېدو نه وړاندې شريران خو بېلارې دى، او د مور نه دروغژن پېدا شوى دى.
هغوئ هر ماښام لکه د کوڅه ډب سپو په شان راوځى، کله چې د ښار په لارو کوڅو کښې ګشت کوى نو غپيږى.
او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”د يروشلم په ټول ښار کښې وګرځه او د هر هغه چا په تندى باندې نښه ولګوه څوک چې وير او ماتم کوى په هغه ټولو حرامو کارونو باندې چې په دې کښې وشى.“
د هغوئ زړونه لکه د تنور په شان د خپلو بدو منصوبو په وجه سوزى. د هغوئ غصه ټوله شپه بېلمبو سوزى او په سحر کښې لکه د اور لمبې وکړى.
تۀ ولې ما دې ته جوړوې چې بېاِنصافى وګورم؟ تۀ ولې بد برداشت کوې؟ تباهى او ظلم، بحث مباحثى او اختلافات زما د وړاندې دى.
بيا هغوئ عيسىٰ سحر وختى د کائفس د کور نه د رومى ګورنر قلعې ته بوتلو. نو يهوديان د قلعې نه بهر ودرېدل ځکه چې هغوئ غوښتل چې خپل ځانونه د پليتۍ نه وساتى دې دپاره چې د فسح خوراک نه منع نۀ کړے شى.
نو يهوداه د فريسيانو او مشرانو اِمامانو له خوا د رومى آفسر وسله بنده دسته او محافظان ډيوې او مشعلونه په لاس هغه ځائ ته راغلل.
هغوئ شپه او ورځ د ښار د دروازو څوکۍ کوله، د دې دپاره چې هغه قتل کړى. خو ساؤل د هغوئ په سازش پوهه شو
بيا ساؤل يو څو سړى ولېږل چې د داؤد کور ولټوى او په ورپسې سحر يې ووژنى. د داؤد ښځې ميکل هغۀ له خبردارے ورکړو او ورته يې ووئيل، ”کۀ تۀ نن شپه لا نۀ ړې نو سبا به مړ يې.“