Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 54:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 زۀ به د زړۀ نه تا ته نذرانې پېش کړم، ځکه چې ستا نوم خوږ دے زۀ به ستا د نوم ثناء صِفت وکړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 54:6
14 Iomraidhean Croise  

هغوئ دې مالِک خُدائ ته د شُکر ګزارۍ قربانى وړاندې کړى او د هغۀ کارونه دې د خوښۍ په سندرو کښې بيان کړى.


زۀ به تا ته د شُکر ګزارۍ قربانى وکړم، او د مالِک خُدائ په نوم به دُعا وغواړم.


مالِک خُدائ زما مل دے او هغه زما مددګار دے، زۀ به د خپلو دشمنانو په شکست خوشحالى وکړم.


او بې‌شکه چې نېکان به ستا د نوم ثناء صِفت وکړى، او صادقان به ستا په حضور کښې ژوند وکړى.


د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ. دا څومره ښه ده چې مونږ د خپل خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو، او څومره د خوښې خبره ده چې مونږ د هغۀ ثناء وکړُو.


راپاڅه اے مالِکه خُدايه، په خپل ټول قدرت، مونږ به ووايو سندرې او ثناء ستا د زور او طاقت.


ستاسو قربانۍ خُدائ ته شُکر ګزارى کول دى، او دا ستاسو د خُدائ تعالىٰ سره کړې وعدې او نذرانې پوره کوى،


تا چې څۀ کړى دى په هغې تر ابده ستا شُکر ادا کوم، ستا د پاکانو په وړاندې به زۀ ستا د نوم د ښۀ والى بيان کوم.


شُکر به کوم د مالِک خُدائ چې هغه اِنصاف کوونکے دے وايم به زۀ د مالِک خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت.


دا ښۀ خبره ده چې ستا ثناء صِفت وکړُو مالِکه خُدايه، او په حمدونو کښې ستا د نوم ستائينه وکړُو خُدائ تعالىٰ.


خو خُدائ تعالىٰ زما مدد کوى نو زما بې‌عزتى به نۀ کيږى. ما د هغۀ د مرضۍ پوره کولو کلکه اراده کړې ده. ما ته پته ده چې زۀ به د شرم سره نۀ مخ کېږم.


هم خُدائ تعالىٰ زما ملګرتيا کوى، نو څوک به ما مجرم ثابت کړى؟ په ما باندې ټول اِلزام لګوونکى به ورک شى هغوئ به داسې ختم شى لکه چې کپړه چينجو خوړلې وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan