Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 54:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 زما دشمنان دې په خپلو بدو کښې په خپله راګېر شى، او خپله وفادارى دې وښايه او دوئ تباه کړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 54:5
11 Iomraidhean Croise  

اے د بابل خلقو، تباه شئ، هغه دې خوشحاله وى څوک چې تا ته بدل درکړى، کوم کارونه چې تا مونږ سره وکړل.


اے مالِکه خُدايه، زما دُعا واوره، زما ژړا ته د رحم دپاره غوږ ونيسه، په خپله وفادارۍ او صداقت سره دې زما مدد دپاره راشه.


تۀ ما سره د خپلې نۀ ختمېدونکې مينې په وجه زما دشمنان خاموشه کړه، زما ټول دشمنان تباه کړه، ځکه چې زۀ ستا خِدمتګار يم.


اے مالِکه خُدايه، ما ته خپله لار راوښايه، ځکه چې دشمن زما په انتظار کښې دے نو په نېغه لار مې بوځه.


اے ټولو مقدسينو د مالِک خُدائ سره مينه کوئ، مالِک خُدائ خپل وفادار بچ کوى، او د کبرژنو نه پوره بدله اخلى.


اے مالِکه خُدايه، په سبب زما د دشمنانو، په خپل صداقت سره دې زما رهنمائى وکړه، خپله نېغه لار دې ما ته راوښايه.


اے پاکه خُدايه، مغروران په ما حملې کوى، د ظالمانو يوه ډله زما ژوند پسې ګرځى، هغه خلق څوک چې ستا عزت نۀ کوى.


مالِکه خُدايه ستا پخوانۍ لويه مينه څۀ شوه، کوم چې تا په خپله وفادارۍ کښې د داؤد سره لوظ کړے وو؟


هغه به دوئ ته د دوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى. او د دوئ د شرارت په وجه به يې تباه کړى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک به يې ختم کړى.


سکندر مسګر ما ته لوئ نقصان راکړے دے. خو مالِک خُدائ به هغۀ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړى.


هغې ته د خپلو کړو بدله ورکړئ، هغې چې کوم ناروا کارونه کړى دى، هغه دوه چنده ورکړئ، او هغې چې په کومې پيالۍ کښې شراب ګډ کړى دى هغه دوه چنده ګډه کړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan