3 پردى خلق په ما حملې کوى او ظالمان زما د مرګ کوشش کوى، او هغوئ د خُدائ پاک پرواه نۀ کوى.
مالِک خُدائ همېشه راسره دے زۀ په دې پوهېږم. هغه په خوا کښې راسره دے نو زۀ به نۀ غورزېږم.
هغه دې ستا مدد وکړى د خپل مقدس ځائ نه او داسې به طاقت درکوى د صيون نه.
د سپو په شان دشمنانو راګېر کړے يم، د بدکارانو قبيلې راګېر کړے يم، دوئ په پښو لاسو زخمى کړے يم.
د ګناه وهم بدکارو ته په زړۀ کښې لمسون کوى. هغوئ بلکل د خُدائ پاک نه يره نۀ کوى.
څوک چې په کوشش زما د ژوند د ختمولو شى هغوئ دې وشرميږى او وارخطايۍ سره دې مخ شى، څوک چې په نېت زما د خرابولو شى هغوئ ټول دې ناکامه او شرمنده شى.
اے پاکه خُدايه، ما بېګناه وګرځوه، د بېايمانه خلقو په خلاف زما په حق کښې فېصله واوروه، خو تۀ ما ته د بدکارانو او ټګمارانو نه خلاصون راکوه.
ولې څوک چې بدکارونه کوى دوئ نۀ پوهيږى. خو دوئ زما بنيادمان لکه د روټۍ لواړ تېروى، او هيڅکله هم دوئ د خُدائ پاک نه دُعا نۀ غواړى.
تر دې چې خپلو وروڼو راته د پردو نظر وکړو، او زۀ په خپلو وروڼو کښې پردے شوم.
اے پاکه خُدايه، مغروران په ما حملې کوى، د ظالمانو يوه ډله زما ژوند پسې ګرځى، هغه خلق څوک چې ستا عزت نۀ کوى.
هغوئ به دا کارونه ځکه کوى چې هغوئ نۀ پلار پېژنى او نۀ ما.