5 خو بيا هم داسې ويرېدل چې دې نه وړاندې کله هم داسې نۀ وُو يرېدلى. خُدائ پاک به ستا د دشمنانو هډُوکى تس نس کړى. او هغوئ به وشرميږى ځکه چې خُدائ پاک سپک کړى دى.
د هغوئ په غوږُونو کښې يروونکى آوازونه دى، د امن په وخت کښې به په هغوئ باندې تباهى راشى.
په سخته يره کښې به پراتۀ وى بدکاران، ځکه پاک خُدائ مل دے د صادقانو.
لکه څنګه چې د زمکې په قلبې سره کاڼى برسيره شى، نو دغه شان به زمونږ هډُوکى د قبر په خولۀ کښې خوارۀ وارۀ پراتۀ وى.
مالِک خُدائ په هغوئ پورې خاندى، کوم چې آسمان کښې ناست دے هغه ورپورې ټوقې کوى.
څوک چې زما په تکليفونو خوشحاليږى هغوئ دې خوار شى او ودې شرميږى، څوک چې خپل ځان زما دپاسه کوى په بېشرمۍ او په بېعزتۍ کښې دې پټ شى.
څوک چې ما قتلول غواړى بېعزته او شرمنده دې شى، څوک چې ما بربادول غواړى ناکام او شرمنده دې شى.
څوک چې په کوشش زما د ژوند د ختمولو شى هغوئ دې وشرميږى او وارخطايۍ سره دې مخ شى، څوک چې په نېت زما د خرابولو شى هغوئ ټول دې ناکامه او شرمنده شى.
لکه څنګه چې څوک د خوب نه راپاڅى او خوب ليدل يې ختم شى. نو هغوئ به هم ختم شى کله چې تۀ مالِکه خُدايه راپاڅې.
بدکاران هيڅ بېهيڅه تښتى کۀ څۀ هم څوک ورپسې نۀ وى، خو صادقان لکه د زمرو په شان ډاډه وى.
مالِک خُدائ ادوميانو ته فرمائى چې، اوس به زۀ تا د نورو قومونو په مينځ کښې کمزورے کړم. او ټول به تا ته په سپکه سترګه ګورى.
هغوئ ته رد شوى سپين زر وئيلے شى، ځکه ما، مالِک خُدائ هغوئ رد کړى دى.“
هغۀ خپل کور داسې په آسانه راوغورزولو لکه تۀ به وائې چې په باغ کښې يې جونګړه راوغورزوله، او د عبادت مقدس ځائ يې تباه کړو. مالِک خُدائ په صيون مقدس اخترونه او د سبت د ورځو يادونه هېر کړل. په خپل سخت قهر او غضب کښې يې بادشاه او اِمام دواړه رد کړل.
زۀ به د بنى اِسرائيلو لاشونه د هغوئ د معبودانو په وړاندې وغورزوم. او زۀ به ستاسو هډوکى ستاسو د قربانګاه سره خوارۀ وارۀ کړم.
زۀ به ستاسو نه مخ واړوم، نو تاسو به شکست وخورئ او هغه خلق چې ستاسو نه نفرت کوى هغوئ به په تاسو حکومت وکړى، تاسو به دومره يرېږئ چې څوک درپسې نۀ وى بيا به هم منډې وهئ.
ستاسو کوم کسان چې د دشمن په مُلک کښې وى هغوئ به دومره ويروم چې د هوا په وجه د پاڼې د معمولى کش نه به هم تښتى. تاسو به داسې منډې وهئ لکه څوک چې په جنګ کښې په تاسو پسې وى او ستاسو سره به نزدې هيڅ دشمن نۀ وى خو تاسو به بيا هم غورزېږئ.
نو په هغه ټوله علاقه کښې فلستيان سخت ويرېدل، حمله کوونکى او په خېمو کښې فوجيان د يرې نه ورېږدېدل، زمکه وخوځېدله او هلته يوه لويه وارخطائى وه.