4 ولې څوک چې بدکارونه کوى دوئ نۀ پوهيږى. خو دوئ زما بنيادمان لکه د روټۍ لواړ تېروى، او هيڅکله هم دوئ د خُدائ پاک نه دُعا نۀ غواړى.
چې کله ما ختمول غواړى بدکاران او حمله راباندې وکړى زما دشمنان، تيندک به وخورى او راګزار به شى زما دشمنان.
اے د قوم بېعقله خلقو ځان خبر کړئ، اے ناپوهه خلقو تاسو به کله خپل ځان هوښياروئ؟
د ونو څانګې اوچې شوې او ماتې شوې دى او ښځې يې د خشاک په توګه راغونډوى. خلق په هيڅ څيز باندې هم ځان نه پوهوى نو په دې وجه چا چې هغوئ پېدا کړى دى ورباندې هيڅ رحم نۀ کوى، چا چې هغوئ تخليق کړى دى ورباندې هيڅ ترس نۀ کوى.
څوک چې تا نۀ پېژنى خپل قهر و غضب دې په هغه خلقو نازل کړه، او په هغه چا څوک چې ستا نوم په خولۀ نۀ اخلى، ځکه چې ستا قوم بنى اِسرائيل يې وژلى دى، او هغوئ دوئ لواړ تېر کړى او تباه کړى يې دى، او مُلک يې ورله وران ويجاړ کړے دے.
مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خلق کم عقل دى، هغوئ ما نۀ پېژنى. هغوئ لکه د ناپوهه ماشومانو په شان عقل نۀ لرى. په ورانى کښې ډېر پوهه دى خو په نېکۍ کولو نۀ پوهيږى.“
هغه لس ښکرونه چې تا وليدل، هغه به سره د بلا د دې کنجرې نه نفرت کوى، هغوئ به دا بربنډه او برباده کړى او د هغې غوښه به وخورى او په اور به يې ايرې کړى.