3 خو ټول بېلارې شوى دى، او ټول يو شان خراب شوى دى. يو کس هم ښۀ نۀ کوى داسې يو هم نشته چې ښۀ کارونه وکړى.
نو داسې اِسرائيليانو د داؤد خِلاف بغاوت وکړو او د شيبا سره روان شول، خو د يهوداه سړى وفادار وُو او د اُردن نه تر يروشلم پورې په داؤد پسې لاړل.
نو بيا به بنى آدم نور هم ګنده او ګناه ګار وى، څوک چې هر وخت په ګناه کښې آخته وى.
نشته يو هم نشته ټول دى اوړېدلى په غلطه لار روان، نشته دے يو کس هم چرته نشته دے نېکان.
مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.
مونږ ټول د هغه سړى په شان يُو څوک چې ناپاک وى، او زمونږ ټول ښۀ عملونه د پليتې کپړې په شان دى. مونږ د خزان د پاڼو په شان مړاوى شُو او راپرېوځو، او زمونږ ګناهونه مونږ لکه د هوا په شان جارُو کړى.
زۀ به پاکې اوبۀ په تاسو وشيندم، نو تاسو به پاک شئ. زۀ به تاسو د خپلو ټولو حرام کارو او بُتانو نه پاک کړم.
او دا هم هغه خلق دى چا چې ما ته شا کړې ده او زما لټون نۀ کوى او نۀ زما لارښودنه غواړى.
ټول اوړېدلى دى، او ټول بېکاره شوى دى. يو هم نيک کار نۀ کوى، يو کس هم نشته.
نو اے خوږو دوستانو، نو چې مونږ سره داسې وعدې شوې دى نو راځئ چې مونږ خپل ځانونه د هر قِسمه جسمانى او روحانى ناپاکو نه پاک کړُو او د خُدائ پاک د يرې نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو.
کۀ تاسو ته پته وى چې مسيح صادق دے نو تاسو به په دې مطمئن شئ چې څوک صداقت کوى هغه د خُدائ پاک روحانى بچى دى.
زما خوږه ملګريه، د بدۍ پيروى مۀ کوه بلکې ښۀ کوه، ښۀ کار کوونکى د خُدائ پاک بچى دى او څوک چې بد کارونه کوى هغوئ خُدائ ليدلے نۀ دے.
څوک چې بدکاران دى، پرېږده چې بدکارونه کوى، څوک چې پليت دى، پرېږدئ چې په خپله پليتۍ کښې آخته وى. څوک چې صادقان دى هغه دې په خپل صداقت کښې پاتې شى او څوک چې پاک وى هغوئ دې پاک پاتې شى.“