9 تا چې څۀ کړى دى په هغې تر ابده ستا شُکر ادا کوم، ستا د پاکانو په وړاندې به زۀ ستا د نوم د ښۀ والى بيان کوم.
نو هغۀ ورته لافې وهلې، چې دے څومره مالداره دے او څومره ډېر زامن يې دى او بادشاه هغۀ له څومره اوچت مقام ورکړے دے او چې هغه د بادشاه د نورو ټولو آفسرانو نه څومره زيات اهم دے.
زۀ به په خپل ټول ژوند کښې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم، او ترڅو چې زۀ ژوندے يم د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوم.
نو مالِک خُدائ ته په صبر او انتظار شه، نو ډاډه شه او زړَور شه او د مالِک خُدائ په صبر او انتظار شه.
نو ستا ثناء صِفت به کوم او خاموش به نۀ شم. اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه، زۀ به د ټول عمر دپاره ستا شکريه ادا کړم.
په صبر ما د مالِک خُدائ انتظار وکړو، او هغۀ زما فرياد واورېدو او ما ته يې پام وکړو.
زۀ به د زړۀ نه تا ته نذرانې پېش کړم، ځکه چې ستا نوم خوږ دے زۀ به ستا د نوم ثناء صِفت وکړم.
زما ځان صرف په خُدائ پاک کښې آرام مومى، ځکه چې زما د خلاصون مالِک هغه دے.
اے زما روحه صرف په خُدائ پاک کښې په آرام سره صبر وکړه. ځکه چې زما ټول اُميدونه هغۀ پورې تړلى دى.
خو زما دپاره به دا ښۀ وى چې زۀ خُدائ ته نزدې شم. ما تۀ خپله پناه ګاه جوړه کړې قادر مطلق مالِکه خُدايه، زۀ به ستا ټول کارونه بيانوم.
د مالِک خُدائ نوم مضبوطه قلعه ده، صادقان هلته منډه وهى او په حفاظت کښې وى.