8 خو زۀ د زيتون د ونې په شان د خُدائ په کور کښې زرغون شوے يم، زۀ د خُدائ په ابدى مينه تر ابده پورې يقين لرم.
نو هغه به د داسې ونې په مثال وى، کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى، مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى پاڼې يې تل شنې وى او په ژوندون کښې کاميابه وى.
او ستا ښځه به لکه د مېوه داره انګورو بوټى په شان وى، او ستا زامن به لکه د زيتون بوټى په شان وى، ستا د دسترخوان نه به راچاپيره وى.
ستا په بېحده مينه لرم ايمان، زۀ به خوشحالى کوم ځکه چې ستا د خلاصون منم احسان.
او مالِک د هغوئ نه خوشحاله وى څوک چې د هغۀ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په نۀ ختمېدونکې مينه باندې اُميد ساتى.
مالِک خُدائ په هغوئ نظر ساتى څوک چې د هغۀ نه يريږى، په هغوئ باندې چې د هغۀ په ازلى مينه اُميد ساتى،
او خلق به دا ووائى، ”بېشکه چې صادقان به خپل اجر ومومى، بېشکه چې يو داسې خُدائ شته چې د دُنيا اِنصاف کوى.“
ما مالِک خُدائ به په يو وخت کښې تاسو ته د زيتُونو د شنې او ښکلې ونې لقب درکړے وو چې د ښو مېوو نه ډکې وى. خو د سخت او زورَور طوفان په شور کښې به زۀ ستا په پاڼو اور بل کړم، او ستا څانګې به ماتې کړم.
ځکه کۀ چرې تۀ د خپل ځنګلى زيتون د ونې نه راپرېکړے شوے يې او د خپل فطرت په خلاف د اصلى زيتون سره پيوند شوے يې نو بيا به هغه څانګې څومره په آسانه پيوند شى کومې چې د اصلى زيتون خپلې څانګې دى.