5 خو خُدائ به تاسو د تل دپاره تباه کړى. د کور نه به دې راونيسى او د ژوندو د دُنيا نه به دې بېخ ختم کړى،
چې په کومو خېمو کښې هغوئ په حِفاظت کښې وُو نو هغوئ ويستلے شوى دى، او هغوئ د دهشت بادشاه ته راوستلے شوى دى.
نو بيا به زۀ د مالِک خُدائ په وړاندې، د ژوندو په مُلک کښې وګرځم.
زما يقين دے د مالِک خُدائ مهربانى به ووينم، ترڅو چې زۀ دلته په دې دُنيا کښې يم.
خو، اے پاکه خُدايه، تۀ په خپله د تباهۍ په کنده کښې وغورزوې شريران، په ځوانۍ کښې به مړۀ شى دوکه ماران او قاتلان. خو زۀ به لرم په تا باندې ايمان.
رښتينې خبرې د تل دپاره قائمې وى، خو د دروغو مزے لنډ وى.
دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به بچ پاتې نۀ شى.
دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به تباه شى.
خو بدعمله به د هغه مُلک نه وشړلے شى، او غداران به ترې د بېخ نه وويستلے شى.
مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا د خپلې عُهدې نه لرې کړم او د خپل اوچت مقام نه به دې راکوز کړم.
ما وئيل چې د ژوندو په دې دُنيا کښې به زۀ بيا هيڅکله مالِک خُدائ ونۀ وينم او نۀ به د دې دُنيا په اوسېدونکو کښې يو سړے ووينم.
خو د ويرېدونکو، بېايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“