5 ګوره، زۀ د ازل نه بدعمله يم، د مور د ګېډې نه زۀ بلکل ګناه ګار يم.
کله چې آدم د يو سل دېرشو کالو وو، نو د هغۀ يو زوئ وشو چې د هغۀ په شان وو او شيث نوم يې پرې کېښودو.
د قربانۍ په خوشبو مالِک خُدائ رضا شو او خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”د بنى آدم د عمل په وجه به بيا زۀ هيڅکله زمکه نۀ لعنتى کوم، ما ته پته ده چې د ماشوموالى نه د دوئ خيالونه خراب وى. بيا به ټول مخلوق تباه نۀ کړم، لکه چې دا ځل مې تباه کړى دى.
د يو ناپاک څيز نه څوک پاک څيز راويستلے شى؟ دا کار هيڅ څوک هم نۀ شى کولے.
د پېدا کېدو نه وړاندې شريران خو بېلارې دى، او د مور نه دروغژن پېدا شوى دى.
د سړى او ښځې د کوروالى کولو نه پس به خامخا دواړه غسل کوى او هغوئ به تر ماښامه پورې ناپاک وى.
چې د انسان نه پېدا کيږى هغه جسم دے خو چې د روحُ القُدس نه پېدا کيږى هغه روح دے.
نو څنګه چې ګناه د يو انسان په وسيله دُنيا ته راغله، او د ګناه په وسيله مرګ راغلو. او دغه شان مرګ په ټول انسانى نسل قبضه وکړه، ځکه چې ټولو بنى آدمو ګناه وکړه.
يو وخت مونږ هم دغه شان د خپل وجود د خواهشونو په مطابق ژوند تېرولو او د ګناه د فطرت مرضى مو پوره کوله، او مونږ هم لکه د نورو په شان په فطرى توګه د خُدائ پاک د غضب د لاندې وُو.