نو تا د مالِک خُدائ حُکم ته سپک ولې کتلى دى؟ تا دا بد عمل ولې کړے دے؟ تا اورِياه حِتے په جنګ کښې وژلے دے، تا عمونيان پرېښودل چې هغه ووژنى او بيا تا د هغۀ ښځه بوتله.
خو اوس چې مونږ ته زمونږ د ګناه او بدۍ په وجه چې کومه سزا مِلاو شوه، مونږ ته دا پته ده زمونږ خُدايه پاکه، چې تا مونږ له د هغې نه کمه سزا راکړې ده چې د څومره مونږ حقدار وُو او زمونږ څۀ خلق دې ژوندى پرېښى دى،