زبور 50:7 - Pakistani Yousafzai Pashto7 ”اے زما خلقو ما ته غوږ شئ زۀ به تاسو ته خبرې وکړم اے بنى اِسرائيلو زۀ ستاسو خلاف دا ګواهى کوم. چې هم زۀ خُدائ يم او ستاسو خُدائ پاک يم، Faic an caibideil |
احاز بادشاه ګناه کړې وه، نو په دې وجه مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک د شام بادشاه په ذريعه هغۀ له شکست ورکړو او هغۀ په لوئ شمېر کښې د يهوداه قېديان هم دمشق ته بوتلل. مالِک خُدائ د رملياه د زوئ د اِسرائيل د بادشاه فقح په ذريعه هم احاز له شکست ورکړو او په يوه ورځ يې يو سل او شل زره د يهوداه تکړه فوجيان ووژل. مالِک خُدائ د هغوئ پلار نيکۀ خُدائ پاک د دې کېدو اجازت ځکه ورکړو چې د يهوداه خلقو هغه پرېښے وو.