5 ”زما ټول نېکان ما ته راغونډ کړئ چا چې ما سره د قربانۍ په ذريعه لوظ کړے دے.“
اے مقدسينو مالِک خُدائ ته سندرې ووايئ، د هغۀ د مقدس نوم ثناء صِفت ادا کړئ.
څوک چې د مالِک خُدائ سره مينه کوى نو هغوئ دې د بدۍ نه نفرت کوى، هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى، او هغه يې د بدعملو نه بچ کوى.
هغه د اِنصاف کوونکو د لارو ساتنه کوى او هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى.
ما مالِک خُدائ دا فوجيان راغوښتى دى، آو، ما دا تکړه جنګياليان راغوښتى دى چې زما غصه څرګنده کړى، او چې زما لوئى وشى نو هغوئ به خوشحالى وکړى.
بيا به تاسو زما د غرۀ په وادۍ کښې وتښتئ، ځکه دا به تر آضل پورې رسېدلې وى. تاسو به داسې وتښتئ لکه څنګه چې تاسو د يهوداه د بادشاه عُزياه په ورځو کښې د زلزلې نه وتښتېدلئ. بيا مالِک خُدائ زما خُدائ پاک به راشى، او ټولې پاکې فرښتې به هغۀ سره راشى.
او هغه به خپلې فرښتې د بيګل په لوئ آواز سره راولېږى او هغوئ به د څلورو طرفونو نه، يعنې د آسمان د يو سر نه تر بله سره، غوره شوى خلق راټول کړى.
دا زما وينه ده چې د خُدائ پاک او د انسانانو تر مينځ د لوظ نښه ده چې د ډېرو خلقو د ګناهونو د معافۍ دپاره توئيږى.
نو هغه دې ستاسو زړونه مضبوط، بېعېبه او مقدس کړى، کله چې تاسو زمونږ د خُدائ پاک او پلار په وړاندې ودرېږئ، کله چې مالِک عيسىٰ د خپلو مقدسينو سره دوباره واپس راشى.
نو اوس اے وروڼو او خوېندو، مونږ د خپل مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو او د هغۀ سره زمونږ د راغونډېدلو په حقله تاسو ته خواست کوُو
او تاسو د نوې لوظ مينځګړى عيسىٰ او د هغۀ نوستلے شوې د شهادت وينې له راغلى يئ، او د هغۀ قربانى د هابيل د قربانۍ نه ډېر بهتره وه.
اوس دې د سلامتۍ خُدائ پاک چا چې د تل د لوظ د وينې په وسيله زمونږ مالِک عيسىٰ چې لوئ شپون دے د مرګ نه بيا راژوندے کړو،
حنوک هم چې د آدم نه په اوومه پيړۍ کښې وو، د دوئ په باب کښې پېشګوئې وکړه او وئ فرمائيل چې، ”ګورئ، مالِک د خپلو زرګونو فرښتو سره راروان دے