16 خو بدعمله ته خُدائ پاک وفرمائيل، ”تاسو ولې زما قانون بيانوئ، او زما د لوظ خبرې په خپله ژبه کوئ؟
مالِک خُدائ د هغه چا ملګرے دے څوک چې د هغۀ نه يريږى، هغوئ ته به د خپل لوظ شرطونه ورزده کوى.
د کم عقل په خولې متل داسې وى لکه څنګه چې د يو ګوډ پښه بېکاره وى.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى. او دوئ بېفائدې زما عبادت کوى ځکه چې دوئ د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”د شريرانو دپاره سلامتى نشته.“
خو کۀ چرې يو بدعمله انسان د خپلو ګناهونو نه واوړى کوم چې هغۀ کړى دى او هغه څۀ کوى چې صحيح او د اِنصاف په مطابق دى، هغه به خپل ژوند بچ کړى.
خُدائ پاک روح دے او هر څوک چې د هغۀ عبادت کوى نو هغه دې هم په روح او په رښتيا د هغۀ عبادت کوى.“
بلکې زۀ په خپل بدن تکليف تېروم او خپل غلام يې جوړوم، هسې نه چې زۀ نورو ته زيرے ورکوم او په خپله ترې محرومه شم.
دا به د هغه لوظ په شان نۀ وى کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو کله چې ما هغوئ د لاس نه ونيول او د مِصر نه مې بهر وويستل، ځکه چې هغوئ ما سره کړے لوظ مات کړو. نو زۀ به هم د هغوئ څۀ پرواه نۀ کوم، مالِک فرمائى.
هغوئ نېغه لاره پرېښودله، او بېلارې شوى دى او د بعور د زوئ بلعام په لار روان دى چا چې ناحقه ګټه ښۀ وګڼله.