10 ولې چې د ځنګلونو ټول او هر يو ځناور زما دى، او په زرګونو غرونو کښې د څاروو رمې زما دى.
نو هغۀ د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او ټول ځناور او مارغان يې ترې نه جوړ کړل. هغه يې بيا آدم له راوستل چې وګورى چې څۀ نومونه ورباندې ږدى، او آدم چې په هر ژوندى څيز څۀ نوم کېښودو نو هم هغه يې نوم شو.
خُدائ پاک ستاسو د پلار نه رَمې اخستې دى او هغه يې ما له راکړې دى.
ټول مارغان او ځناور هم د ځان سره کوز کړه، چې نور بچى پېدا کړى او په ټوله زمکه باندې خوارۀ شى.“
تۀ د څاروو دپاره ګياه شنه کوې، او تۀ د بنيادمو دپاره شنۀ بوټى راټوکوې، او د زمکې نه خوراک پېدا کوې.
دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى، دا ټوله دُنيا او انسانان څوک چې په دې کښې دى.
هغۀ ستا لاسونو ته ټول انسانان او ځناور او د هوا مارغان حواله کړى دى. چرته چې هم دوئ اوسيږى، هغۀ تۀ په هغوئ ټولو حکمران مقرر کړے يې. او هغه د سرو زرو سر تۀ په خپله يې.
خو په نينوه کښې د يو سل او شلو زره نه زيات خلق اوسيږى څوک چې په ښۀ او بد نۀ پوهيږى، او ورسره ډېر ځناور هم دى. ولې ما ته دا نۀ دى پکار چې زۀ په دغه غټ ښار رحم وکړم؟“