10 اے پاکه خُدايه هغوئ ګناهګار حساب کړه، هغوئ په خپلو دامونو کښې راګېر کړه. د ډېرو ګناهونو په وجه دوئ د خپل ځان نه وشړه، ځکه چې هغوئ ستا خلاف سرکشى کړې ده.
کله چې داؤد خبر شو چې اخىتُفل په بغاوت کښې د ابىسلوم سره ملګرے شوے دے نو هغۀ داسې دُعا وکړه، ”مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې د اخىتُفل مشوره په کم عقلتوب بدله کړه.“
ابىسلوم او ټولو بنى اِسرائيلو ووئيل، ”د حوسى مشوره د اخىتُفل د مشورې نه ښۀ ده.“ مالِک خُدائ دا فېصله کړې وه چې د اخىتُفل ښۀ مشوره به نۀ شى منلے، نو داسې هغه به په ابىسلوم باندې تباهى راولى.
کله چې اخىتُفل ته پته ولګېده چې د هغۀ په مشوره عمل نۀ دے شوے، نو هغۀ خپل خر کته کړو او خپل ښار ته واپس لاړو. کله چې هغۀ خپلې ټولې معاملې هوارې کړې نو هغۀ خپل ځان پهانسى کړو او مړ شو. هغه د خپل خاندان په اديره کښې ښخ شو.
نو امصياه ورته ووئيل، ”د کله نه تۀ مونږ د بادشاه مشير مقرر کړے يې؟ خولۀ دې بنده کړه، ګنې ووبه دې وژنم.“ پېغمبر خبرې بندې کړې خو دا يې وفرمائيل، ”اوس ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک ستا د تباه کولو فېصله کړې ده دا ځکه چې تا دا هر څۀ وکړل او زما نصيحت ته دې پام نۀ دے کړے.“
نو همان په هغه دار باندې ځوړند کړے شو کوم چې د مردکى دپاره جوړ شوے وو. او بيا د بادشاه غصه سړه شوه.
لاسونه مات کړه د بدکاره بدعمله انسان، هغوئ له داسې بدله ورکړه چې يو ظالم هم پاتې نۀ شى.
هغوئ د خُدائ د کلام مخالفت کړے وو او هغوئ د خُدائ تعالىٰ د مشورې سپکاوے کړے وو.
اے مالِکه، راپاڅه، ودرېږه د دوئ خلاف، په ګوډو کړه شريران، ما د خپلې تُورې په زور له بدعملو نه بچ کړه.
د هغوئ دروغژنې ژبې دې غلې شى هغه مغرورې ژبې چې نېکانو پسې سپکې وائى.
څوک چې زما په تکليفونو خوشحاليږى هغوئ دې خوار شى او ودې شرميږى، څوک چې خپل ځان زما دپاسه کوى په بېشرمۍ او په بېعزتۍ کښې دې پټ شى.
زما دشمنان دې ناګهانه مړۀ شى، هغوئ دې په قبر کښې ژوندى ورښخ شى، ځکه چې شرارت د دوئ په زړونو کښې وردننه شوے دے.
هغه د تل دپاره په خپل طاقت بادشاهى کوى، او قومونه د خپل نظر لاندې ساتى چې دوئ خو د دۀ خلاف سرکشى نۀ کوى.
څوک چې ما پورې تور تړى نو و دې شرميږى او تباه دې شى، څوک چې ما ته نقصان رسول غواړى، هغوئ دې سپک شى او په شرمونو کښې دې پټ شى.
اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ ګاونډيانو له اووۀ چنده سزا ورکړه، د هغه سپکوالى په وجه کوم چې دوئ تا پورې کړے دے،
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے زمکې او آسمانه، زۀ چې څۀ وايم نو هغه واورئ. ما چې د کومو بچو پالنه کړې ده او خيال مې ساتلے دے نو هغوئ زما خِلاف بغاوت کړے دے.
خو کۀ تاسو اِنکار او سرکشى کوئ، نو د تُورې لاندې به ګېر شئ او مړۀ به شئ. دا د مالِک خُدائ د خولې کلام دے.“
خو هغوئ د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه او د هغۀ مقدس روح يې خفه کړو. نو مالِک خُدائ د هغوئ دشمن شو او د هغوئ خِلاف يې جنګ وکړو.
د هغې دشمنان په هغې اختيارمن شول، او د هغې دشمنان آرام او پُرسکونه ژوند تېروى. مالِک خُدائ داسې ځکه وکړل، چې سرکشى يې ډېره وه. د هغې ماشومان ونيولے شول، او لرې مُلک ته جلاوطن کړے شول.
مونږ ګناه کړې ده او غلط کارونه مو کړى دى. مونږ بدعملى کړې ده او سرکشى مو کړې ده، مونږ ستا د احکاماتو او شريعت نه مخ اړولے دے.
خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مهربانه او بخښونکے دے، اګر چې مونږ د هغۀ خلاف بغاوت کړے دے،
نو د سزا وخت راغلے دے، د حساب کِتاب وخت رارسېدلے دے. بنى اِسرائيل دې ځان پوهه کړى. تاسو وايئ چې، ”دا پېغمبر کم عقل دے. دا د روح والا بنده پاګل دے.“ نو ځکه څومره چې ستاسو ګناه غټه ده نو دومره ستاسو نفرت هم زيات دے.
ځکه چې د دې دُنيا حِکمت د خُدائ پاک په نزد بېوقوفى ده، ځکه چې دا ليکلى دى چې، ”هغه هوښياران د هغوئ په چالاکۍ راګېروى.“
خو سيحون بادشاه مونږ پرې نۀ ښودو چې د هغۀ په مُلک کښې تېر شُو. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه سخت طبيعته او ضدى کړے وو، نو مونږ شکست ورکړو او د هغۀ علاقه مو ونيوله، چې تر اوسه پورې زمونږ په قبضه کښې ده.
کۀ څوک په تا باندې حمله کوى او ستا د وژلو کوشش کوى، نو مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به تا داسې بچ ساتى لکه چې څوک د قيمتى خزانې حِفاظت کوى. او هغه به ستا دشمنان داسې وغورزوى لکه چې څوک په لينده کښې کاڼے لړه کوى.
کله چې داؤد خبر شو چې نابال مړ شو، نو هغۀ وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. هغۀ د نابال نه زما د بېعزتۍ بدله اخستې ده او زۀ يعنې خپل خِدمت کوونکے يې د غلط کار نه ساتلے يم. مالِک خُدائ نابال له د هغۀ د بدعملۍ سزا ورکړې ده.“ بيا داؤد ابىجيل له خبر ورولېږلو چې زما سره وادۀ وکړه.