1 اے مالِکه خُدايه زما خبرو ته غوږ شه، زما اسويلو ته توجو وکړه.
اے مالِکه خُدايه، زما د اِنصاف درخواستونه واوره، زما د مدد کولو فريادونه واوره. زما دُعا ته ورکړه پاملرنه، په صادقو شونډو چې کړمه سوالونه.
زما خبرې او زما د زړۀ خيالونه دې منظور شى تا ته، اے مالِکه خُدايه تۀ يې زما پناه ګاه او زما خلاصونکے يې.
دُعا زما واوره، اے پاکه خُدايه، د خولې خبرې زما واوره.
اے پاکه خُدايه، زما آواز تۀ واوره، زما ژوند د دشمنانو د يرې نه وساته.
اے د بنى اِسرائيلو شپونکيه، زمونږ سوال زارى واوره، تا چا چې د يوسف لکه د رمې هسې لارښودنه وکړه، تۀ چې اے خُدايه پاکه پاس په تخت د وزرو والا مخلوق مينځ کښې ناست يې خپل جلال راښکاره کړه
اے مالِکه خُدايه، سوال مې واوره، او قبول يې کړه، ځکه چې زۀ غريب او حاجتمند يم.
روحُ القُدس هم په دې شان زمونږ په کمزورتياو کښې زمونږ مدد کوى. مونږ په دې هم نۀ پوهيږو چې دُعا څنګه کول په کار دى خو روحُ القُدس په اسويلو کښې زمونږ داسې شفاعت کوى چې په لفظونو کښې نۀ شى بيانېدلے.
ځکه چې د مالِک خُدائ نظر په صادقانو وى او د هغوئ فريادونه اورى. خو مالِک خُدائ د هغوئ په خلاف وى څوک چې بد کارونه کوى.“
هغې په خاموشۍ سره دُعا کوله، د هغې شونډې خوځېدلې، خو آواز ترې نه نۀ وتلو. نو د عيلى دا خيال وو چې هغه په نشه کښې ده،
ما يوه بېکاره ښځه مۀ ګڼه. ما هم داسې دُعا کوله ځکه چې زۀ په سخت غم آخته يم.“