Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 49:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 خو خُدائ پاک به ما له د قبر نه خلاصون راکړى، ځکه چې هغه به ضرور ما خپل ځان ته راکاږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 49:15
13 Iomraidhean Croise  

حنوک خپل ژوند د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې تېر کړو او د هغې نه پس خلقو ونۀ ليدو، ځکه چې هغه خُدائ پاک خپل ځان ته پورته اوچت کړو.


زۀ ستا لاسونو ته خپل روح سپارم، مالِکه خُدايه تۀ وفادار خُدائ يې تا زۀ بچ کړم.


تا زۀ د مرګ نه خلاص کړم. تا په خپله زۀ د تيندک خوړلو نه وساتلم، چې زۀ د ژوند په نُور کښې د خُدائ په حضور کښې وګرځم.


د خپلې مشورې په ذريعه زما رهنمائى کوې، نو آخر به هم ما خپل جلال ته راوغواړې.


ځکه چې زما دپاره ستا مينه ډېره ده، تا زۀ د قبر د کندې نه بچ کړم.


کوم انسان به د تل دپاره ژوندے وى چې مرګ به ونۀ ګورى، او څنګه به خپل ځان د قبر د طاقت نه خلاصوى.


زۀ ولې فديه ورکړم او هغوئ د عالِم ارواح نه آزاد کړم؟ زۀ هغوئ د مرګ د پنجې نه ولې خلاص کړم؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟ اے عالمِ ارواح ستا بربادى څۀ شوه؟ هغې نه کار واخله ځکه چې زۀ به رحم نۀ کوم.


نو بيا عيسىٰ يوه تېزه کريکه وويسته او وې فرمائيل، ”اے پلاره، زۀ خپل روح ستا لاسونو ته سپارم.“ او دې وئيلو سره يې ساه ورکړه.


او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم، نو چې چرته زۀ يم هلته به تاسو هم يئ.


کله چې هغوئ ستِفانوس سنګسارولو نو ستِفانوس دُعا وکړه چې، ”اے مالِکه عيسىٰ، زما روح قبول کړه.“


نو بيا ما د آسمان نه يو آواز واورېدو چې وئيل يې، ”دا وليکه، بختور دى هغه څوک چې د دې نه پس به په مالِک کښې مړۀ کيږى.“ او روحُ القُدس فرمائى چې، ”بې‌شکه بختور دى ځکه چې له دې نه پس به هغوئ د کړېدو نه په آرام وى، ولې چې د دوئ نيک عملونه به ورسره ملګرى وى.“


او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan