8 لکه څنګه چې مونږ اورېدلى نو اوس مو په خپلو سترګو وليدل، زمونږ د خُدائ په ښار يعنې د ربُ الافواج په ښار کښې، خُدائ به تل دا ښار آبادولو او د هغې حفاظت به يې کولو.
نو په هغه وخت د اخىاب زوئ اخزياه يهوسفط ته ووئيل چې، ”زما سړى دې ستاسو د سړو سره سمندرى جهازُونه چلوى،“ خو يهوسفط دې ته راضى نۀ شو.
او خُدائ پاک د هغه ښار په مينځ کښې اوسيږى نو هغه به نۀ تباه کيږى، او د سحر وختى نه د هغه ښار ساتنه کوى.
خو د صيون په حقله به وئيلے شى، ”هر څوک چې په دې ښار کښې پېدا شوى وُو نو هغه به د دې ښار شمېرلے شى، او خُدائ تعالىٰ به په خپله دې ښاريې له برکت ورکړى.“
په راتلونکى وخت کښې، په کوم غرۀ باندې چې د مالِک خُدائ کور جوړ دے، هغه به د ټولو نه اوچت غر وى، د غرونو په ټولو غونډو باندې به دا د برج په شان اوچت وى. او ټول قومونه به د سېلاب په شان ور روان وى،
صرف ژوندى ستا ثناء صِفت کولے شى، لکه څنګه چې زۀ نن ستا ثناء صِفت کوم. پلار خپلو بچو ته ستا وفادارى ښائى.
ستا چپو وهونکو تۀ لوئ سمندر ته راورسولې، خو د مشرق هواګانې به تا د سمندر په مينځ کښې ماته کړى.
په آخرى ورځو کښې به د مالِک خُدائ د کور غر آباد شى او دا به په ټولو غرونو کښې مشر وى، دا به د غرونو دپاسه اوچت شى، او د ډېرو قومونو خلق به ورته راشى.
خو زۀ تا ته دا وايم چې تۀ پطروس يې، چې معنىٰ يې ګټ دے، چې زۀ به خپل جماعت په دې ګټ آبادوم، او په دې به مرګ هم هيڅکله غالبېدے نۀ شى.