4 وګوره چې د دُنيا بادشاهانو لښکرې رايوځائ کړې او متحد شول، او د ښار په خلاف د جنګ په خيال راوړاندې شول.
شامى بادشاه په دې باندې ډېر زيات خفه شو، هغۀ خپل آفسران راوغوښتل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ستاسو کوم يو کس د اِسرائيل د بادشاه طرفدارى کوى؟“
هغۀ وئيل چې، ”زما هر يو فوجى مشر بادشاه دے.
د فلستيه نه چې کوم پېغام وړُونکى مونږ له راځى نو هغوئ له څۀ جواب ورکړُو؟ مونږ به ورته وايو چې مالِک خُدائ صيون د دې دپاره محفوظ کړے دے، چې د هغۀ په خلقو کښې مظلومان هلته پناه واخلى.
په هغه وخت به د يهوداه په مُلک کښې دا سندره وئيلے شى، ”زمونږ ښار مضبوط دے. ولې چې د خُدائ پاک د خلاصون دېوالونه زمونږ چارچاپيره دى.
کله چې د عُزياه نمسى او د يوتام زوئ احاز بادشاه په يهوداه باندې بادشاهى کوله، نو د شام بادشاه رضين او د اِسرائيل بادشاه د رملياه زوئ فقح په يروشلم باندې حمله وکړه، خو هغوئ د دې ښار قبضه کولو کښې ناکامه شول.
او هغه بلا ګرفتار کړے شوه او دغسې هغه دروغژن نبى هم چې يې د هغې دپاره معجزې ښکاره کولې او هغه څوک يې دوکه کول په چا چې د بلا نښه وه او د هغۀ بُت ته يې سجده کړې وه. دغه دواړه ژوندى هغه درياب ته وغورزولے شول چې د ګوګړو شُغلې ترېنه ختلې.