3 خُدائ په خپله د دې ښار په برجونو کښې موجود دے، او خپل ځان يې د ښار محافظ ښودلے دے.
خو داؤد د هغوئ د صيون قلعه قبضه کړه او دا ”د داؤد ښار“ په نوم مشهوره شوه.
کله چې مالِک خُدائ دا وليدل نو هغۀ سمعياه ته بيا کلام وکړو او ورته يې وفرمائيل، ”هغوئ خپله ګناه ومنله نو زۀ به هغوئ نۀ تباه کوم. خو چې کله سيساق حمله وکړى، نو د هغوئ لږ کسان به ژوندى پاتې شى. يروشلم ته به زما د غصې پوره پته ونۀ لګى،
هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ ايمان لرى د صيون د غرۀ په شان دى، کوم چې نۀ خوځيږى او د تل دپاره قائم دے.
د صيون نه دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وى، هغۀ ته دې ثناء صِفت وى څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.
ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے،
د صيون نه چې په ښائست باندې پوره دے نو خُدائ پاک د هغه ځائ نه ځلېدلے دے
زما محبوبې، تۀ لکه د تِرضاه د ښار په شان ښائسته ينه. آو، لکه د يروشلم په شان ښائسته ينه، او په يو ځل ليدو دې ما نه زړګے وړے دېنه.
هغوئ ټول څوک چې په دې لاره تېريږى هغوئ تا پورې ملنډى وهى. هغوئ د مسخرو نه خپل سرونه خوځوى او د لور يروشلم ښار پورې خندا کوى. ”آيا دا هغه ښار نۀ وو کوم به چې يادېدو، او په خپل ښائست کښې بېعېبه وو، او د ټولې دُنيا د خوشحالۍ سبب وو؟“