Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 48:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 د هغۀ ښار په خپل اوچتوالى کښې ښکلے دے، او ټولې دُنيا ته خوشحالى ورکوى. د صيون غر او مقدس غر چې د لوئ بادشاه ښار دے،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 48:2
21 Iomraidhean Croise  

د صيون نه دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وى، هغۀ ته دې ثناء صِفت وى څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.


د صيون نه چې په ښائست باندې پوره دے نو خُدائ پاک د هغه ځائ نه ځلېدلے دے


د هغۀ خېمه په شاليم کښې ده، او د هغۀ استوګنه په صيون کښې ده.


ستا په حقله د جلال خبرې شوې دى، اے د خُدائ پاک ښاريې.


د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک لوئى بيان کړئ، په مقدس غر باندې د هغۀ عبادت وکړئ، ځکه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مقدس دے.


تا په زړۀ کښې وئيل چې بره آسمان ته به وخېژم او په اوچتو ستورو به خپل تخت ولګوم، په شمال کښې به په هغه غر د يو بادشاه په شان کښېنم چرته چې معبودان راغونډيږى.


په راتلونکى وخت کښې، په کوم غرۀ باندې چې د مالِک خُدائ کور جوړ دے، هغه به د ټولو نه اوچت غر وى، د غرونو په ټولو غونډو باندې به دا د برج په شان اوچت وى. او ټول قومونه به د سېلاب په شان ور روان وى،


کومو خلقو چې به په تا ظلم زياتے کولو نو د هغوئ اولاد به راځى او د عزت نه به تا ته ټيټيږى. هر چا چې ستا سپکاوے کړے دے نو هغه به ستا پښو ته ټيټيږى. هغوئ به تا ته ”د مالِک خُدائ ښار“ يا ”د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات صيون“ نوم اخلى.


اے هغه ټولو خلقو چې څوک د دې ښار سره مينه کوئ، د يروشلم سره خندا او خوشحالى وکړئ. اے هغه ټولو خلقو چې په دې باندې غمژن وئ، نو اوس ورسره خوشحالۍ وکړئ.


”مالِک خُدائ په خپله فرمائى چې اے بنى اِسرائيله، ما غوښتل چې زۀ تا سره د خپل بچى په شان سلوک وکړم او د خپلې خوښې مُلک او زمکه درکړم، چې د نورو مُلکونو په نسبت ښکلې او شانداره وى. زما دا خيال وو چې تۀ به ما ته خپل پلار ووائې او زما نه به وانۀ وړې.


هغوئ ټول څوک چې په دې لاره تېريږى هغوئ تا پورې ملنډى وهى. هغوئ د مسخرو نه خپل سرونه خوځوى او د لور يروشلم ښار پورې خندا کوى. ”آيا دا هغه ښار نۀ وو کوم به چې يادېدو، او په خپل ښائست کښې بې‌عېبه وو، او د ټولې دُنيا د خوشحالۍ سبب وو؟“


په هغه ورځ ما هغوئ سره قسم وکړو چې زۀ به هغوئ د مِصر نه هغې زمکې ته راولم کومه چې ما هغوئ دپاره خوښه کړې ده، هغه زرخيزه مُلک ته کوم چې د ټولو مُلکونو نه ډېر ښکلے دے.


حمله کوونکے بادشاه به هم هغه څۀ کوى څۀ چې يې زړۀ غواړى، څوک به د هغۀ خلاف نۀ شى ودرېدلے. هغه به ځان په ښائسته مُلک کښې آباد کړى او هغۀ سره به د هغې د تباه کولو اختيار وى.


هغه به شاهى خېمې د سمندر او د ښائسته مقدس غرۀ په مينځ کښې ولګوى. بيا هم به د هغۀ خاتمه راشى، او هيڅ څوک به د هغۀ مدد نۀ کوى.


په هغې کښې د يو ښکر نه بل راووتلو، چې په شروع کښې ورکوټے وو خو هغه د جنوب او مشرق طرف ته او د اِسرائيل د ښائسته مُلک طرف ته اوږد او طاقتور شو.


”لعنت دې وى په هغه دوکه باز باندې چې په رمه کښې يې څُرب نر څاروے وى او نذرونه يې منلې وى، خو مالِک ته مات ګوډ څاروے قربانى کړى.“ نو مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ”زۀ لوئ بادشاه يم، او په قومونو کښې خلق زما د نوم نه يريږى.“


”بيا به ټول قومونه تاسو ته بختور وائى، ځکه چې تاسو به يو ښاد او آباد مُلک يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


او نۀ په زمکه ځکه چې دا د هغۀ د پښو چوکۍ ده، او نۀ په يروشلم ځکه چې دا د لوئ بادشاه ښار دے،


خو تاسو د صيون غر د ژوندى خُدائ پاک ښار آسمانى يروشلم او د بې‌شمېره او د زرګونو فرښتو محفل ته راغلى يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan