8 خُدائ په خپل مقدس تخت باندې ناست دے، او په ټولو قومونو بادشاهى کوى.
اے آسمانه او اے زمکې، خوشحالى وکړئ، قومونو ته ووايئ چې مالِک خُدائ بادشاه دے.
هغه به د قومونو عدالت وکړى او د مړو به ډيرى ولګوى، او په زمکه به د ټولو بادشاهانو سرونه چخڼى کړى.
مالِک خُدائ لوئ دے، او د ثناء صِفت لائق دے، زمونږ د خُدائ په ښار، يعنې مقدس غر کښې.
صداقت او عدالت ستا د تخت بنياد دے. مينه او وفادارى ستا د وړاندې دى.
تا زما په حق کښې وکړه فېصله، ناست يې په خپل تخت په اِنصاف خپل عدالت کوې.
مالِک خُدائ بادشاهى کوى او د عزت چُوغه يې اغوستې ده، او د هغۀ لاسونه زورَور دى مالِک خُدائ د شان او شوکت چُوغه اغوستې ده. دُنيا نۀ شى خوځېدے هغۀ مضبوطه جوړه کړې ده.
بېاِنصافه مشران تا سره ملګرتيا کولے شى، چې د قانون په نوم لا قانونيت جوړوى؟
په ټولو قومونو کښې دا ووايئ چې، ”مالِک خُدائ بادشاهى کوى. د دُنيا بنيادونه يې مضبوط کړى دى دا به نۀ خوځيږى. او په اِنصاف سره به د خلقو فېصلې وکړى.“
مالِک خُدائ بادشاه دے ټوله دُنيا دې خوشحالى وکړى، او ټولې لرې جزيرې دې خوشحالى وکړى.
مالِک خُدائ بادشاه دے، د دُنيا قومونه دې په لړزان شى. هغه چې د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے، نو زمکه دې په لړزېدو شى.
مالِک خُدائ د صيون په ښار کښې عظيم دے، او هغه په ټولو قومونو باندې لوئ او اوچت دے.
مالِک خُدائ به په ټوله زمکه بادشاه وى، په هغه ورځ به صرف يو مالِک خُدائ وى، او صرف د هغۀ نوم به وى.
”لعنت دې وى په هغه دوکه باز باندې چې په رمه کښې يې څُرب نر څاروے وى او نذرونه يې منلې وى، خو مالِک ته مات ګوډ څاروے قربانى کړى.“ نو مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ”زۀ لوئ بادشاه يم، او په قومونو کښې خلق زما د نوم نه يريږى.“
نو راځئ چې مونږ د خُدائ پاک د فضل تخت ته ځان په اعتماد سره ورنزدې کړُو نو چې په مونږ رحم وشى او هغه فضل حاصل کړُو چې د حاجت په وخت زمونږ مدد وکړى.
بيا ما د ډېرو کسانو داسې آواز واورېدو لکه د سيند د اوبو غړمبار او يا لکه د تندر د ګړزار، او هغوئ چغې وهلې چې، ”ثنا صِفت دې وى د مالِک خُدائ، مالِک زمونږ قادر مطلق خُدائ پاک بادشاه دے.
بيا ما يو لوئ سپين تخت وليدو چې يو کس چې پرې ناست وو، د هغۀ د حضور نه زمکه او آسمان وتښتېدل او غېب شول.