9 هغه په ټوله دُنيا کښې جنګونه ختموى، ليندې او نېزې ماتوى او ډالونه سوزوى.
خُدائ پاک چې څۀ کړې دى راشئ هغه وګورئ، او هغۀ چې بنيادمو له کوم لوئ کارونه کړى دى هغه وګورئ.
نو بېشکه چې مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج به په ټول مُلک باندې تباهى راولى، لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى دى.
د خُدائ پاک په مقدس غر به هيڅ تباهى نۀ کيږى او نۀ به چا ته نقصان رسى، ځکه چې هغه مُلک به د مالِک خُدائ د عِلم نه داسې ډک وى لکه سمندرونه چې د اوبو نه ډک دى.
مالِک خُدائ به د قومونو اِنصاف وکړى او د هغوئ په مينځ کښې به لانجې هوارې کړى. هغوئ به د خپلو تُورو نه د يوې خولې جوړې کړى او د خپلو نېزو نه به د بوټو قينچيانې جوړې کړى. قومونه به هيڅکله بيا جنګ له لاړ نۀ شى، او نۀ به بيا دوئ د جنګ تربيت حاصلوى.
ستا په مُلک کښې به نور د ظلم زياتى، تباهۍ او بربادۍ ذکر قدرې نۀ کيږى. تۀ به خپلو دېوالونو ته خلاصون او دروازو ته حمدوثناء نوم اخلې.
بيا به زۀ لينده ستا د ګس لاس نه واخلم او غشى به ستا د ښى لاس نه وغورزوم.
”په هغه ورځ،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به ستاسو آسونه تباه کړم ستاسو په مينځ کښې او ستاسو جنګى ګاډۍ به ختمې کړم.
مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”د هغوئ نه مۀ يرېږه. سبا تر دې وخته پورې به ما هغوئ ټول د بنى اِسرائيلو دپاره وژلى وى. بيا تۀ به ضرور د هغوئ آسونه ګوډ کړې او د هغوئ جنګى ګاډۍ به وسوزوې.“
يشوَع د هغوئ سره هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو يعنې هغۀ د هغوئ آسونه شل ګوډ کړل او جنګى ګاډۍ يې ورله وسوزولې.
د تکړه فوجيانو ليندې ماتې شوې دى، خو کمزورى تکړه کيږى.