8 راشئ او د مالِک خُدائ کارونه وګورئ، هغه تباهى چې کومه هغۀ په دُنيا باندې راوستلې ده وګورئ.
بختور دى هغوئ د چا مدد چې د يعقوب خُدائ پاک وى، او د چا اُميد چې په مالِک خُدائ يعنې په خپل خُدائ پاک وى.
زما مينه ناک خُدائ به د مدد دپاره ما سره جوړه شى، او ما ته به د خپلو دشمنانو شکست راپه ګوته کړى.
خُدائ پاک چې څۀ کړې دى راشئ هغه وګورئ، او هغۀ چې بنيادمو له کوم لوئ کارونه کړى دى هغه وګورئ.
د فِرعون درباريانو هغۀ ته ووئيل، ”دا سړے به تر کومې پورې مونږ له تکليف راکوى؟ دا خلق تلو ته پرېږده، نو چې دوئ د مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک عبادت وکړى. تا ته پته نۀ لګى چې مِصر تباه شو؟“
په هغه شپه فِرعون، د هغۀ درباريان او نور ټول مِصريان راويښ شول. په ټول مِصر کښې په چغو چغو ژړا کېدله، ځکه چې يو کور هم داسې نۀ وو چې مړے په کښې نۀ وو شوے.
ګوره، مالِک خُدائ به زمکه ورانه ويجاړه کړى او هم داسې شاړه به يې پرېږدى. هغه به د زمکې مخ کندې کپرې کړى او د دې خلق به خوارۀ وارۀ کړى.
هغوئ به پخوانى کنډرات بيا آباد کړى او د هغه ځايونو مرمت به وکړى کوم چې ډېره موده مخکښې تباه شوى وُو. هغوئ به هغه تباه شوى ښارونه بيا قائم کړى کوم چې تر ډېرو نسلونو پورې غېر آباد وُو.
ښه نو بيا ګورئ، مالِک خُدائ به په خپله تاسو ته يوه نښه وښائى. يوه پېغله به اُميدواره شى او چې زوئ يې پېدا شى نو ”عمانوايل“ يعنې، ”خُدائ زمونږ مل دے“ نوم به پرې کېږدى.
تاسو چې څۀ منصوبې هم جوړَوئ هغه به بېفائدې وى. تاسو چې څۀ فېصله هم کوئ هغه به ناکام کيږى، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ مل دے.
د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت مۀ کوئ او د هغه خلقو نه مۀ يرېږئ کوم چې هلته اوسيږى. هغوئ له شکست ورکول مونږ ته آسان دى. مالِک خُدائ زمونږ مل دے او هغه خُدايانو له يې شکست ورکړے دے چې هغوئ يې بچ کول، نو مۀ يرېږئ.“
نۀ داسې جادو شته او نۀ داسې کوډې شته، چې د بنى اِسرائيلو په قوم باندې وشى. خلق به اوس د بنى اِسرائيلو په حقله ووائى، ګورئ، خُدائ پاک د هغوئ دپاره څۀ کړى دى.
کله چې تاسو د خپلو دشمنانو خِلاف جنګ له ځئ او تاسو وګورئ چې د هغوئ جنګى ګاډۍ، آسونه او لښکر ستاسو نه زيات وى، نو د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو مل وى، چا چې د مِصر مُلک نه راوويستلئ.
مالِک خُدائ هغوئ په خپله تکړه کړى وُو چې د بنى اِسرائيلو سره جنګ وکړى، نو داسې هغوئ بېخى تباه کړے شول او ټول په بېرحمۍ سره ووژلے شول. دا هغه څۀ وُو چې مالِک خُدائ د دې حُکم موسىٰ له ورکړے وو.