5 ستا تېرۀ غشى دې د دشمنانو زړۀ غوڅ کړى، ستا په پښو کښې دې ټول قومونه راګزار شى.
تۀ به کړې هغوئ دې ته جوړ چې په شا شى دوئ چې کله ستا د ليندې غشو ته مخامخ شى.
ټوله دُنيا به مالِک خُدائ ياد کړى او هغۀ ته به راوګرځى، د دُنيا ټول قومونه او هر خاندان به هغۀ ته سجده وکړى.
ځکه چې ستا غشو سورے کړے يم، او په خپل لاس دې وهلے يم.
په هغه ورځو کښې به يهوداه بچ کړے شى او اِسرائيل به د سلامتۍ سره ژوند کوى. او دا هغه نوم دے چې په کوم سره به هغه ياديږى، مالِک خُدائ زمونږ خلاصونکے دے.“
خُدائ پاک هغوئ د مِصر نه راوويستل، په هغوئ کښې د ځنګلى غوَيى په شان طاقت شته، هغوئ خپل دشمنان تباه کوى، د هغوئ هډُوکى ماتوى او په غشو باندې يې وولى.
چې کله خلقو دا واورېدل نو زړونه يې مات شول او پطروس او رسولانو ته يې ووئيل چې، ”اے وروڼو، نو مونږ ته څۀ کول په کار دى؟“
چا چې د هغۀ پېغام قبول کړو هغوئ ته بپتسمه ورکړے شوه، او په هغه ورځ تقريباً درې زره کسان د هغوئ د قبيلې سره ملګرى شول.
خو ډېرو کسانو چې دا کلام واورېدو، ايمان يې راوړو او د سړو شمېر تقريباً پينځۀ زره کسانو ته ورسېدو.
سره د دې ډېرو سړو او ښځو په مالِک ايمان راوړو او د هغوئ په ډله کښې شامل شول.
کله چې مشرانو دا واورېدل نو هغوئ ډېر غصه شول او غوښتل يې چې هغوئ مړۀ کړى.
د خُدائ پاک کلام خورېدو او په يروشلم کښې د عيسىٰ د منونکو شمېر په تېزۍ سره زياتېدو، او ډېرو اِمامانو هم ايمان راوړو.
کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ ډېر غصه شول او ستِفانوس ته يې غاښونه چيچل.