11 ستا ډول او سنګار به بادشاه خپل طرف ته راکاږى، ځکه چې هغه ستاسو مالِک دے د هغۀ تابعدارې اوسئ.
د هغۀ د زوئ په وړاندې کۀ د زړۀ د اخلاصه ټيټ نۀ شئ، نو هغه زر غصه کيږى، او ناڅاپه به تباه شئ، هغه به بختور شى څوک چې د هغۀ پناه کښې راشى.
اے پاکه خُدايه، ستا تخت، به تر ابده پاتې وى، د اِنصاف امسا به ستا د بادشاهۍ امسا وى.
راځئ، چې عبادت او سجده وکړُو، راځئ، چې د مالِک خُدائ او د خپل خالق په حضور کښې په سجده شُو.
اے په ټولو پېغلو کښې ښائسته محبوبې، کۀ چرې تا ته دا پته نۀ وينه، نو د رمو د پښو ښاپونو پسې شه روانه، او خپل چېلى دې د شپانو د خېمو په خوا کښې وڅرونه.
زما ګوګوشتکې په کمر کښې د ګټانو شاته خپل ځان پټ کړے دېنه. زۀ ستا مخ ليدل غواړمه، او ستا آواز اورېدل غواړمه. ځکه چې ستا آواز خوږ دېنه، او ستا مخ ښائسته دېنه.
لکه چې په ازغو کښې د لاله ګل وينه، زما محبوبه د پېغلو په مينځ کښې داسې وينه.
زما محبوبې، ستا ښائست کامِل دېنه، په تا کښې هيڅ عېب نشته دېنه.
زما محبوبې، تۀ لکه د تِرضاه د ښار په شان ښائسته ينه. آو، لکه د يروشلم په شان ښائسته ينه، او په يو ځل ليدو دې ما نه زړګے وړے دېنه.
ځکه چې ستاسو خالِق به ستاسو خاوند وى، د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات ستاسو خلاصونکے دے، هغه د ټولې دُنيا خُدائ پاک دے.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه طاقتور دے او تاسو به بچ کړى. هغه به تاسو نه ډېر خوشحاله وى، هغه به تا په خپلې مينې خاموش کړى، هغه به په تا په سندرو سره خوشحالى وکړى.
نو هغوئ د هغۀ عبادت وکړو او ډېر په خوشحالۍ يروشلم ته واپس راغلل.
توما هغۀ ته ووئيل، ”زما مالِکه او زما خُدايه پاکه.“
تاسو ته د هغه پېغام پته ده چې خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو خلقو ته ولېږلو او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې د امن زيرے ورکړو، څوک چې د ټولو مالِک دے.
ځکه چې مسيح د هم دې دپاره مړ شو او بيا ژوندے شو، نو چې هغه د مړو او ژوندو دواړو مالِک شى
زۀ د دې عظيمې خبرې په وجه هر څۀ نقصان ګڼم په نسبت د دې چې زۀ خپل مالِک عيسىٰ مسيح وپېژنم. او د هغۀ د خاطره مې هر څۀ د لاسه ووتل خو ما دا ټول څيزونه ګند وګڼلو، د دې دپاره چې مسيح خپل کړم،