9 خو اوس تا مونږه رد او رسوا کړُو، تلل دې زمونږ د لښکرو سره بند کړُو.
اے پاکه خُدايه، مونږ تا رد کړى يُو څۀ زمونږ د لښکرو سره نور نۀ ځې څۀ؟
تۀ زما خُدائ پاک او زما قلعه يې، ولې دې رد کړے يم؟ نو ولې غمژن ګرځم دشمن راباندې ظلم کوى؟
تا مونږ رد کړو او زمونږ دېوالونه دې راوغورزول اے خُدايه. مونږ ته په قهر شوے وې خو دوباره خپل مقام واپس راکړه.
اے خُدايه، تا مونږه رد کړى يُو څۀ؟ تۀ به نور زمونږ لښکرو سره په لار نۀ ځې څۀ.
اے خُدايه پاکه، ولې، تا مونږ د تل دپاره رد کړى يُو څۀ؟ ولې ستا غصه به د خپلې رمې په ګډو باندې وى څۀ؟
ولې مالِکه خُدايه تا زۀ رد کړے يم، او ولې تۀ خپل مخ ما نه اړوې څۀ؟
مالِک خُدائ فرمائى، ”هوښيار دې په خپله هوښيارتيا فخر ونۀ کړى، نۀ دې زورَور په خپل زور باندې او نۀ دې دولتمند په خپل دولت باندې فخر وکړى.“
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کۀ څوک فخر کول غواړى نو هغه دې په دې خبره فخر وکړى چې دوئ ما پېژنى او په دې پوهيږى چې زۀ هغه مالِک خُدائ يم چې په زمکه باندې نۀ ختمېدونکې مينه، عدل و اِنصاف او صداقت راولم. ځکه چې په دې څيزونو کښې زما خوشحالى ده.“