5 ستا په زور مونږ خپل دشمنان په شا کړل، او ستا په نوم مونږ خپل دشمنان د پښو لاندې کړل.
په هغوئ کښې د کنعانه زوئ صدقياه د اوسپنې ښکر جوړ کړل او اخىاب ته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى، د دې سره به تۀ د شاميانو خِلاف جنګ وکړې او تباه به يې کړې.“
د خُدائ پاک په مدد سره به مونږ ګټه وکړُو، او هغه به زمونږ دشمن چخڼى کړى.
زما واوره سحر کښې زۀ تا ته آواز کوم، هر سحر کښې زۀ تا ته درخواست کوم مالِکه خُدايه ستا په طمع اِنتظار کوم.
د خُدائ مدد به مونږ له کاميابى راکړى، هغه به زمونږ دشمنان د پښو لاندې کړى.
تۀ به په ازمرى او مار باندې پښې ږدې، تۀ به ځوان زمرے او اژدها د پښو لاندې کړې.
مالِک خُدائ به په خپله زمونږ قاضى، زمونږ حکمران، او زمونږ بادشاه وى، هغه به زمونږ خيال ساتى او مونږ به بچ کوى.
نو ما وليدل چې هغه ګډ د مغرب او شمال او جنوب طرف ته يې ښکرونه وهل. او يو ځناور هم د هغۀ مقابله نۀ شوه کولے، او هيچا څوک هم د هغۀ د زور نه خلاصولے نۀ شُو. څۀ چې يې زړۀ غوښتل هغه يې کول، هغه ډېر طاقتور شو.
هغوئ به يو ځائ لکه د طاقتورو خلقو په شان په جنګ کښې دشمنان د کوڅې په خټو کښې د پښو لاندې کړى. ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ سره دے، هغوئ به جنګ وکړى او د آسونو سوارۀ به لاندې راوغورزوى.
خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے، هغه به ډېر زر شېطان ستاسو د پښو لاندې چخڼى کړى. زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو سره وى.
يوسف د غوَيى په شان طاقت لرى، د ځنګلى غوَيى د ښکرو په شان دے. د هغۀ ښکرونه د منسى زرګونو خلق دى او د اِفرائيم لس زره په زرګونو خلق دى. د دې ښکرو سره هغه قومونه وهى او د دُنيا آخرى سرونو ته يې رسوى.“
زۀ د مسيح په وسيله هر څۀ کولے شم څوک چې ما له طاقت راکوى.