25 مونږ لاندې خاورو ته راغورزولے شوې يُو، او په زمکه پړمخې پراتۀ يُو.
تۀ خپل مخ ولې پټوې، او تۀ ما خپل دشمن ولې ګڼې؟
اے مالِکه خُدايه، تۀ زما نه ولې لرې ودرېږې؟ په وخت د مصيبت کښې تۀ ما نه ولې خپل ځان پټوې؟
زۀ په خاورو کښې پروت يم، او په خپل کلام دې ما راژوندے کړه.
زۀ د ځوانۍ نه کړېدلے او مرګ ته رانزدې شوے يم. ما ستا يره تيره کړله او پرېشانه شوے يم.
دا به زۀ هغه خلقو له ورکړم چا چې په تاسو باندې ظلم زياتے کولو، هغه خلقو له چا چې تاسو په کوڅو کښې څملولئ او پښې به يې درباندې کېښودې او په تاسو به ګرځېدل.“
هغه چا چې به خوندور خوراکونه کول هغوئ اوس په کوڅو کښې د لوږى نه مړۀ کيږى. هغوئ چا چې به قيمتى کپړې استعمالولې اوس هغوئ د ګند په ډېرو کښې د خوراک لټون کوى.